The news is by your side.

طالبانو د ډاکټر عبدالله په ځواب حيرانتيا څرګنده کړه

خبريال وېبپاڼه: تېره ورځ د سياسي دفتر يوه هيئت مسکو ته سفر درلود، د غونډو او ليدنو کتنو په پای کې یې خبري کنفرانس ورکړ او د رسنیو د استازو سره یې خبرې وکړې، په دې خبرو کې د طالبانو د هيئت يوه غړي شهاب الدين دلاور داسې څه وويل چې کېدی شي تراوسه ورباندې ډېر زيات افغانان نه و خبر او دا يې لومړی ځل و چې دا ډول خبرې اوري.

شهاب الدين دلاور پخپلو خبرو کې وويل چې دوی پخپل لاس باندې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ته د ۹۰ ورځو دداسې يو اورکم طرحه وړاندې کړه چې د اوربند سره یې چندان فرق نه درلود، خليلزاد ته مو دا طرحه وسپارله چې ورسره په هېواد کې د تاوتریخوالي د له منځه تګ او صفر کېدو احتمال ډېر زيات قوي و.

مګر کله چې موږ تېر ځل دلته د روسيې پلازمېنې مسکو ته راغلي و او له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه مو وپوښتل چې موږ ډاکټر خليلزاد ته د اورکم يوه طرحه ورکړې وه چې تاسې ته یې درکړي، ايا هغه طرحه تر تاسې پورې در ورسېده، دلاور وايي چې د عبدالله عبدالله ځواب موږ حیران کړو، ځکه هغه راته وويل چې هو دا طرحه مو ترلاسه کړې ده، کله چې موږ ورڅخه ددوی د تصمیم او پریکړې پوښتنه وکړه نو راته ويې ويل چې تراوسه ما دا طرحه نه ده ليدلې.

يانې طرحه ډاکټر عبدالله ته رسېدلې وه خو هغه دومره زحمت نه و کړی چې دا طرحه وګوري.

دا لومړی ځل دی چې طالبان د اورکم او يا اوربند طرحه وړاندې کوي خو د افغان حکومت له لوري داسې بې خونده ځواب ترلاسه کوي، تراوسه پورې ددې مسلې په هکله ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې ندي کړي چې ايا کټ مټ هرڅه همداسې شوي دي او که نه.

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې په دواړو لوريو کې ځينې داسې عناصر شته دي چې په افغانستان کې سوله نه غواړي او ګټې یې په دې کې‌دي چې په افغانستان کې روان بې سوال او پوښتنې پر صلاحيت او بې مسؤلیت حالت دوام وکړي.

دغه پوهان سپارښتنه کوي چې په طالبانو کې که داسې کسان وي نو بايد ددې ډلې مشران يې يا خنثا کړي او يا یې د‌ سولې له دايرې لرې کړي، حکومت کې داسې اشخاص واضح شتون لري چې بايد د سولې له پروسې يې لاس لنډ شي.

Comments are closed.

koi finance