The news is by your side.

 امریکا له قطره د افغانستان په هکله څه وغوښتل

خبریال ویب پاڼه/ امریکا له قطره هغه څه غوښتي چې باید قطر هېواد یې تر سره کړي په دې هکله د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتونیو بلینکن د قطر له لومړي وزیر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

راپورونه وايي چې انتونیو بلینکن له محمدبن عبدالرحمن سره د لیدنې پر مهال د افغانستان په هکله خبرې کړې او غوښتنه يې ترې کړې ده چې د سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

بلینکن تر دې مخکې د سولې خبرو کې د قطر هېواد د سولې دهڅو ستاینه کړې او بیا غوښتي چې قطر هېواد دي د سولې په برخه کې همکاري نوره هم زیاته کړي.

د قطرلومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بلینکن ته ډاډ ورکړی چې هلې ځلې کوي ترڅو روانه حګړه ختمه او مثبت رول پکښي ولوبوي هغه ویلي خپلو هڅو ته به لا زیاتوالی ورکوی.

امریکا ویلي هڅه يې دا ده چې د افغانستان جګړه د خبرو له لارې د حل تر ځایه ورکوي خو زیاتوي چې پر طالبانو باید فشارونه او هغه هم نړیوال فشارونه زیات شي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استین له نړیوالو غوښتي ترڅو پر طالبانو فشار زیات کړي چې هغوی له هرڅه وړاندې سولې کولو او خبرو ته کښیني، هغه ځکه دا څرګندونې کړې چې پر روان امنیتي وضعیت يې غبرګون ښودلی او همدا تاوتریخوالی یې د نړیوال فشار یو لامل بللی هغه ویلي روان وضعیت پر دې دلالت کوي چې نړیوال باید پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

روان امنیتي وضعیت

په کندهار بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو چې زیات شمېر ولسوالۍ يې هم سقوط شوې اوس يې پر مرکزونو درانه بریدونه روان دي او طالبان کوښښ کوي ترڅو د دې ښارونو په څنډو کې امنیت خراب او دا ښارونه ونیسي همدارنګه په نورو ولایتونو کې هم امنیتي تهدیدات تر بل هروخت زیات شوي او خلک يې زیات په اندېښنو کې اچولي هغوی وایي چې دولت د دې حالت په کابو کولو باید زیات کوښښ وکړي او خلکو ته امنیت ډاډمن کړي خوحالت تراوسه له کابو وتلی او ورځ تر بلې د حکومت د واک ساحه کمیږي تراوسه پوري د هیڅ ولایت د امنیت د تامین لپاره هیڅ نوعه کار نه دی شوی او  نه يې هم تراوسه پوري بله چاره شوې

Comments are closed.