The news is by your side.

ولسمشر: د ډيورنډ او روانې جګړې په هکله له طالبانو اعتراف وغوښت

خبریال ویب پاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن خوست ولایت ته د سفر پر مهال خپلو خبرو د طالبانو  له لوري د روانې جګړې په هکله وویل چې دوی له طالبانو دا غواړي چې  ولس ته ته ښکاره چې د څه لپاره جګړه کوي

غني زیاته کړې اوسمهال د جګړې د دوام مسؤلیت یوازي پر طالبانو دی او موږ پوهیږيو چې د طالبانو د تمویل، روزنې او ملاتړ ځایونه مالوم دي، ځکه نو اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې طالبان د خپلو خلکو له وژلو او خپل هېواد له ورانولو لاس واخلي.

ولسمشر مهمه خبره دا وکړه چې طالبان دي پردي نوکري پریږدي او له ولس سره دي ژمنه وکړي چې د بل لپاره جګړه نه کوي ډیورنډ نه مني او د هېواد د جوړولو لپآره دي سوله وکړي.

هغه چې نن د خوست د هوايي ډګر د پرانستې پرمهال دا خبرې کولې وویل چې امریکایانو ته یې دوه کاله وړاندې ځواب ورکړی وو، او تیري غوښتي يې وو، چې له افغانستانه نور ولاړ او هغه وو، چې اوس يې دا ځواکونه په عزت سره له افغانستانه رخصت کړل.

ده طالبان تورن کړل چې د پردی د ګټو لپاره یې جګړه روانه کړې او که جګړه دوام کوي نو مسؤلیت یې یوازي د دې ډلې پر غاړه دی هغه له خلکو وغوښتل چې د خپل نظام او دولت ملاتړ وکړي.

ډیورنډ مسله

ښايي پآکستان ډير بې غمه شوی وي ځکه يې موده وړاندې د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي بغیر له کومې ویري د ډیورنډ کرښه یو رسمی سرحد وباله او زیاته يې کړه چې ډیورنډ  اوس د بحث وړ نه دی، په ورته وخت کې پر ولسمشر او افغان حکومت هم ډیری وخت پر ټولنیزو رسنیو باندې انتقاد کیږي چې حکومت په پټه پر ډيورنډ معامله کړې خو کله چې د ولسمشر له لوري د ډیورنډ خبره کیږي ښايي د ډیرو خلکو دا انتقاد حل کیږي.

خو طالبانو تراوسه پوري ولسمشر ته کوم ځواب نه دی ورکړی ولې تیره ورځ د دې ډلې د قطر دفتر یوه غړي  شهاب الدین وویل چې دوی وغواړي نو په دوه اونیو کې افغانستان تر خپل تسلط لاندې راوستلی شي خو داسې نه کوي

Comments are closed.