The news is by your side.

عطامحمد نور وايي شمالي کې د طالبانو پرمختګ حيران کړی

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د جمعیت اسلامي د جدا شوې برخې مشر عطامحمد نور د یوه غربي رسنۍ سره پخپله مرکه کې د افغانستان د روان وضعیت په هکله مهمې څرګندونې کړې دي.

نور د افغانستان په شمال کې د طالبانو په پرمختګ باندې حیرانتیا څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې د بدخشان غوندې په يوه ولایت کې د طالبانو په لاس د ټولو ولسواليو سقوط حیران کړی دی.

عطامحمد نور ويلي دي چې افغان پوځ په ذهني ډول ښه حالت نلري او ددې سبب د امريکايي ځواکونو بې قیده او شرطه په بېړه وتل دي، ده ويلي دي چې کله امریکا اعلان وکړ چې په لنډ وخت کې به بدون د کوم قيد او شرط څخه د افغانستان څخه خپل پوځي سرتېري وباسي نو دې کار د افغان پوځ په روحیه باندې ډېره ناوړه اغېزه وکړه.

نور د افغانستان پوځ‌د ګڼو ستونزو سره مخ بللی دی او‌ ويلي يې دي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو سره به يوه لويه بله ستونزه د لوجستیکي مرستې وي.

د بلخ والي په داسې حال کې د وضعیت خپله نارضايتي ښکاره کوي چې څه موده وړاندې د دوبۍ څخه راغی او په جار یې ویل چې د بلخ په ولايت کې به د طالبانو په وړاندې په عملیاتو کې برخه واخلي.

نور د خپل زوی سره يو ځای په بلخ کې عملیات پيل کړل، په فیسبوک کې یې ډول ډول انځورونه خپاره کړل خو طالبانو همغه ولسوالۍ بېرته سقوط کړه کومې ته چې عطامحمد نور د جګړې لپاره تللی و.

د سياسي او نظامي چارو ماهرين هم وايي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بې قيد او شرطه وتل به د افغان پوځ په روحيه باندې ناسمه اغیزه وکړي خو دوی سپارښتنه کوي چې باید په دې وخت کې افغان پوځ ته روحيه ورکړل شي چې دوی ددې خاورې اصلي او دايمي وارثین دي.

Comments are closed.