The news is by your side.

د پښتو کیسه یتیمه شوه/ د احمدي د اثارو ادبي ژوند په هکله یې د لته ولولئ

خبریال ویب پاڼه/ د پښتو ژبې په داستاني او نثري برخه کې اوس مهال د نصیر احمد احمدي نوم د یوه کهکشان په څیر حیثیت درلود دې پښتون لیکوال د داستاني ادبیاتو په ناول او لنډو کیسو برخه کې خپل د قلم نیلی تر معراج رسولی وو، او لاهم مخ وړاندې تلی خو د ژوندون کږلیچونو او کم عمر ناځوانۍ د پښتو ژبې دا ستره هستې د دې ژبې له کیسه ییزې برخې واخیسته او دا ژبه یتیمه شوه.

لیکوال نصیر احمد احمدي د ناول لیکنې په برخه کې د پښتو ژبې د نثري ادبیاتو برخه کې کمساری او بې بدیله لیکوال تیر شو چې د تشې ډکول به یې کلونه کلونه ونیسي ترڅو بیا یوه داسې هستي پر پښتنې ټبر لوریل او پنځول کیږي.

د احمدي هر ناول د پښتون ټبر له بډایه تاریخ څخه غني او خوندورې سرچینې پکښې ترسیم شوې او د نثري خوږې نوې او خپل قالبه ژبې په درلودلو سره بې بدیل او کم سارې بلل کیږي.

احمدي نه یوازي د مینې یار خط او خال حسن په نثر کې  څرګند کړی بلکې د پښتون ټبر د غازیانو، او دې ټبر د نومیالیو په هکله يې هم د قلم او هنري ګوتو په برکت د نثري نړۍ خوندوره تابلو جوړه کړې چې په دې برخه کې د نوموړي د ډیویډ جونز، یابغدادي پیر ناول او همدارنګه د پټان ناول په ښه توګه یادولای شو.

احمدي د اوس عصر ځوان لیکوال او د دې پیر د کږ لیچونو او د افغان وطن اوملت هغه کتابچه وه چې هرڅه به  پکښي درج او موږ به راتلوونکو نسلونو ته سپاره خو له بده مرغه چې مرګ د پښتون ټبر کهکشان غوندي لوی انسان احمدي ته لاره نیولې او څه په یوه بهانه يې رانه په ابدي سفر روان کړ.

له احمدي څخه ژباړې، د لنډو کیسو ټولګې او ناولونه راپاتي دي چې په لاندې ډول دی

سړه سیلۍ لنډې کیسې، مینه لنډې کیسې، د واورې سړی لنډی کیسې اشر د لنډو کیسو ګډه ټولکه،

همدارنګه بوډا او د لیوانو پلونه ناول، رڼا ناول، بړبوکۍ ناول، یوه خبره درته وکړم ناول، جوجو ناول، اغزن تار ناول، زرو ناول، نیکه  تاریخي ناول بغداپ پیر  ناول، پټان ناول اخ وطنه ناول، ټال ناول، زنګه غوږونه ناول، دغڼې ځاله ناول، خونکار ناول معجزې تیږه ژباړلی ناول، خونکار ناول

احمدي تر دې مهال د ژوند ۴۷ پسرلیه زاړه کړي ول او د کرونا د نامردي ناروغۍ له کبله نن د کابل په یوه روغتون کې وفات شو، هغه اصل کې د غزني د قرباغ ولسوالۍ اوسیدونکی وو، چې له تیرو شلو کلونو را په دې خوا يې لیکوالي کوله هغه له لیکوالۍ سره تر خوا له ۲۰۰۳ کال را په دې خوا د بي بي سي راډیو په ښوونیزه پروژه کې په دنده بوخت وو.

پر ګور يې نور او جنت الفردوس يې په نصیب

اناالله و انا اله راجعون

Comments are closed.