د طالبانو په هکله د پاکستان د پوځ او حکومت نظریات
خبریال ویب پاڼه/ دا خو ښکاره خبره ده چې پاکستان او طالبان یو نوم خو اوس جلا جلا دی دلته په دې هېواد کې دوه ستر واکمن دولت او پوځ دوی دواړه د طالبانو په هکله بیلې پالیسۍ او نظریه ښايي ولري.
تراوسه پوري د طالبانو صفت قریشي کړی دفاع يې هم قریشي کړې او ویلي يې دي چې طالبان ډیر او ځیرک خلک دي یعني د هغوی په هکله ښه نظریه لري او بله خبره داده چې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن سره هم په خبرو کې د سیمې رول د افغان سولې په هکله مهم بللی او خپل ګډون يې هم پکښي په ګوته کړی پاکستاني حکومت ویلي د افغان کشالې سوله ییز حل غواړي او د خبرو له لارې که چیري دا موضوع حل شي نو ښه به وي.
دا يې د حکومت د خبرو اړخونه دي چې د خپلو خبرو اعتراف او تګلاره یې همدا ده، د پآکستان پوازي همدا ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بیا راتګ نه غواړي.
خو نظريي باورونه او د سیاسي شنونکو خبرې دادي چې د پاکستان حکومت او پوځ د یوې مهرې دوه مخونه دي چې سیاسي مخ پاڼه یې عمراخان او عسکري یې پوځ چلوي د دوی مخونه دادي چې هیڅ وخت په خپلو ژمنو کې صادقه نه دي ختلي او یوازي يې خپلې ګټې په نظر کې نیولې دي.
عمراخان وویل که چیري طالبان په زوره حکومت ونیسي نو د دوی پوځ به یې په وړاندې کوم عسک العمل ونه ښيي خو له افغانستان سره به خپلې پلي وتړي په یوه نوي دریځ کې پآکستاني حکومت چې په دې قضیه کې پوځ هم دخیل راځي ویلي چې په خپله خاوره د طالبانو په وړاندې عملیات پیلو.
تراوسه پوري طالبان د پآکستان او پاکستان د طالبانو دی تر اوسه طالبان د خپل استراحت سلا مشوري او واک ځای پاکستان جوړ کړی چې اوس هم د دې هېواد تر ولکې لاندې یو شمېر ښارونو کې فعالې شورا وي لري.
خو نتیجه دا شوه چې پوځ او پاکستانی دولت د طالبانو په وړاندې یوه ایډیا لوژي غوښتنه اونظریه لري خو کله کله د لوبې چلولو له یوې او بلې پلمې کار اخلي
Comments are closed.