The news is by your side.

زلمي خلیلزاد  قطر د سفر پرمهال  د سولې مهمه موافقه لاسلیک کوي

خبریال ویب پاڼه/  امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا د سیمې په سفر راوتی او د قطر په ګډون  به یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

زلمي خلیلزاد د خپل سفر په هکله پر ټویټر لیکلي دی قطر ته ځي او هلته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر یوې هوکړي لاسلیک کوي، همدارنګه خلیلزاد د امریکا د ولسمشر جو بایډن خبرې را اخسیتې او ویلي يې دي چې هغه په دې عقیده دی ترڅو د افغانستان کشاله د خبرو له لارې حل شي.

خلیلزاد د خپلو سفرونو په دې لړۍ کې له دې سره سره چې قطر ته تللی پاکستان او ازبکستان ته هم ځي چې د دې هېوادونو له مشرانو سره به پر  مهمو مسایلو باندې بحثونه وکړي.

خلیلزاد د خپلو سفرونو په لړ کې ویلي چې دوی له هېوادونو سره په ګډه کار  کوي ترڅو د افغانستان کشاله د خبرو اترو له لارې حل او تر سوله ییزې  کچې ورسوي.

خلیلزاد خپل سفر پر داسې مهال پیلوي چې تازه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ افغانستان کې درنې جګړې روانې دي او وخت پر وخت د ولسوالیو د سقوط او همدارنګه د نا امنیو او جګړو راپورونه ورکول کیږي دولت او طالبان دواړه یو او بل د جګړې په دوام ملامتوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ په خوست کې طالبان پر جګړه کولو تورن کړل او له دې ډلې يې وغوښتل چې پردي نوکري پریږدي او راشي د خپل هېواد د ورانولو څخه دي لاس واخلي.

طالبانو بیا ویلي چې دولت د جګړې اصلي لامل دی او دوی درې میاشتي وړاندې ورته د سولې په برخه کې یوه طرحه سپارلې وه خو دا چې دوی پوښتنه وکړه نو د دولت مسؤلینو هغه طرحه بیخي کتلې نه وه.

پایله او امنیتي وضعیت

تقریبا په ټولو ولایتونو کې دا مهال جګړې روانې دي ولسوالۍ سقوط شوې او بریدونه زیات شوي د سولې په برخه کې د نه پرمختګ پایله دا ده چې جګړه روانه ده او زیان یې یوازي ملکي وګړو ته رسیږي ځکه دوی په هره برخه کې قرباني ورکوي

Comments are closed.