The news is by your side.

افغان سوداګر وايي، د جګړې له امله دوه ځایه حلالېږو

  • right”>خبریال وېبپاڼه/ د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د وروستیو نښتو شدت د ټولنې د ګڼو نورو قشرونو ترڅنګ اوس د افغان سوداګرو حوصله هم پای ته رسولې ده.
  • دوی وايي چې روانې جګړې پر سوداګرۍ پراخ منفي اغېز کړی دی او چارې یې تقریبا په ټپه ولاړې دي چې د هېواد د اقتصادي وضعیت لپاره د خطر زنګ دی.
  • د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي دمګړی د افغانستان پر ډېری سوداګریزو لارو او ځينو بندرونو طالب وسله وال حضور لري چې دا چاره پر سوداګرۍ او بازارونو منفي اغېز کوي.
  • دده په خبره سوداګر اړ کېږي چې دوه ځایه مالیه ورکړي او دا چاره پر بازار مستقیم منفي اغېز کوي او د نرخونو د لوړېدو سبب ګرځي.
  • دی زیاتوي چې یو ځل افغان حکومت ته په بندرونو کې مالیه ورکوي او بیا یې طالبان ترې اخلي چې په وینا یې دغه وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.
  • هغه غوښتنه کوي چې یا دې حکومت مالیه ترې واخلي او یا طالبان، خو دوه ځایه دې نه حلالېږي، تر څو ولس هم زیانمن نه شي.
  • د افغانستان د سوداګرۍ خونو مسوولین د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوي چې خصوصي سکتور دې نه زیانمنوي، افغان سوداګرو ته دې ګواښونه نه جوړوي ځکه زیان یې عام ولس ته اوړي او په هېواد کې به د سترو ستونزو لامل شي.
  • دا په داسې حال کې ده چې په بازارونو کې د توکو په ځانګړي ډول د نفتي موادو نرخونه د پام وړ لوړ شوي دي او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
  • خلک هم پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې نور دې د خبرو له لارې یوې پایلې ته ورسېږي او ولس دې تر دې اضافه نه ځوروي.
  • د شنونکو په وینا، د جګړې په ښکېلو اړخونو کې یو شمېر هغه په روان جنګ کې خپلې ګټې ویني، ځکه خو بل شوی اور نه مړ کوي.

Comments are closed.