The news is by your side.

“امریکا روسیې او چین سره د سیالۍ لپاره افغانستان ته راغلې وه”

خبریال وېبپاڼه/ عرب نیوز لیکي چې امریکا په افغانستان کې د شل کلن ماموریت پر مهال په سیمه کې له یو شمېر هېوادونو سره سیالۍ ترسره کړه او د افغانستان د امن او ابادولو په کیسه کې نه وه.
عرب نیوز په یوه مقاله کې د امریکا د شل کلن ماموریت په اړه لیکي چې شل کاله وړاندې په نړیواله کچه له خپلو سیالانو سره د امریکا د سیالۍ بڼه بل ډول وه خو د ټکنالوژۍ په پرمختګ او د سیالۍ له نوو لارو سره امریکا په دې پوه شوه چې افغانستان کې یې نظامي حضور بې ګټې دی.
عرب نیوز لیکي امریکا په اصل کې د روسیې او چین په څېر د خپلو نړیوالو سیالانو د ګواښلو لپاره په افغانستان کې حضور درلود او غوښتل یې سیمه له نږدې وڅاري، خو اوس چې د څارلو لارې چارې بدلې شوې، چینایي او روسي پوځ پیاوړی شوی نو د امریکا امنیتي او استخباراتي ادارو هم د خپلو جګړو د بدلولو پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې په افغانستان کې حضور ورته بې ګټې ښکاره شو.
په مطلب کې راځي چې امریکا نه افغانستان ته امنیت راووست، نه یې ددغه هېواد په جوړولو کې اغېزناک کار وکړ او دغه هېواد یې په جګړه کې ښکېل پرېښود.
د سرچینې په خبره، په کار خو دا وه چې امریکا په خپل شل کلن ماموریت کې دلته بنسټیزې پروژې پلې کړې وای او د امنیت د تامین لپاره یې د ترهګرو ډلو ریښې وچې کړې وای، خو دا یې ونه کړه.
سرچینه زیاتوي چې تر دې وروسته په کار دا ده چې نړۍواله ټولنه او ناټو د افغانستان د ثبات او ابادي لپاره په واقعي معنا کار وکړي، څو دغه ځپل شوی هېواد چې تر ډېره د امریکا او ناټو له لاسه دې وضعیت ته رسېدلی دی، د ابادۍ نوی فصل پیل کړي.

Comments are closed.

koi finance