پاکستان د نویو طالبانو د راپورته کیدلو خبرداری ورکړی
خبریال ویب پآڼه/ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان په هکله ږغیدلی او د دې هېواد رول يې په هره برخه کې مهم بللی.
پاکستان د طالبانو په هکله دا ځل له بلې زوايې وږغید او زیاته يې کړه چې په افغانستان کې نوي طالبان راپورته شوي دي هغه وویل دا طالبان نه غواړي چې د جګړې او ټوپک له لارې واک ته ورسیږي او د ټوپک له لارې يې خپلې پریکړې جارې کولې.
هغه د پاکستان تعریف وکړ او زیاته يې کړه چې هیڅ ځواک او زورو نه شي کولی چې پاکستان له نظره وغورځوي ځکه د دوی څخه بغیر د هیچا دال نه پخیږي، هغه په سیمه ییزو مسایلو کې پاکستان خورا مهم کړ.
د کورنیوچارو وزیر شیخ رشید د خپلو خبرو پر دوام یادونه وکړه چې هېواد يې افغان سولې په برخه کې مرسته کوي خو زیاته یې کړه چې له دې هرڅه سره سره بیاهم د سیمې سیاست په بدلیدو دی، ځکه نو په کار ده چې د افغان کشالې حل په خپله افغانان وکړي
د شیخ مخکینۍ څرګندونې
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تر دې وړاندې پر طالبانو سخت ګذارونه وکړل او زیاته يې کړه چې د افغانستان طالبان په پآکستان کې اوسي کورنه یې همدلته دي او همدلته يې جنازې هم کیږي هغه د نژدې ملګرۍ پر اساس له طالبانو غوښتنه وکړه چې که کوم څوک د پاکستان په وړاندې ترهه ګري کوي دا هېواد يې باید مخنیوی وکړي.
د نویو طالبانو خبره
دوه مسلې دي په یوه برخه کې شک کیږي چې پاکستان په سیمه او افغانستان کې د داعش اورپکې ډلې د رامنځ ته کیدلو لپاره زیاتي هلې ځلې کوي او همدا نوي طالبان به د دې پلان یوه برخه وي چې شیخ بیا افشا کړه او بله هم همدا کیدلای شي چې په طالبانو کې د نویو ځوانانو جذب دي چې له امله يې اوس پاکستان هم وار خطا دی او د طالبانو نوي ځوانان د پخوانیو په پرتله له پاکستان سره هومره نژدې اړیکې نلري ځکه طالب او س غواړي چې پر نړیوال سټیج خپل پخوانی خراب نوم سم کړي او د تروریست کلیمه له ځان څخه لیري کړي
Comments are closed.