The news is by your side.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نړۍ په (دالو) وننګوله

خبریال ویب پاڼه/ په دالخوري او دال خوړلو کې پاکستان او پاکستانیان پخه تجربه لري ځکه نو دوی اوس دا یو ملي خوراک ګرځولی او تل یې دال نصیب وي.

د پا کستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان په سیمه ییزه کچه مهم هېواد دی او په هیڅ پریکړو کې باید هیر نه شي.

هغه د پاکستان تعریف وکړ او زیاته يې کړه چې هیڅ ځواک او زورو نه شي کولی چې پاکستان له نظره وغورځوي ځکه د دوی څخه بغیر د هیچا دال نه پخیږي، هغه په سیمه ییزو مسایلو کې پاکستان خورا مهم کړ.

د کورنیوچارو وزیر شیخ رشید د خپلو خبرو پر دوام یادونه وکړه چې  هېواد يې  افغان سولې  په برخه کې مرسته کوي خو زیاته یې کړه چې له دې هرڅه سره سره بیاهم د سیمې سیاست په بدلیدو دی،  ځکه نو په کار ده چې د افغان کشالې حل په خپله افغانان وکړي

پاکستانیان او دال

هر کال زرګونه ټنه دال په پاکستان کې په مصرف رسیږي او په ورځني ډول همدا د پاکستانیانو د مستۍ او هستې خورا دی ان تر دې چې نن يې د کورنیو چارو وزیر په یوه نړیواله مرکه کې هم د خپلو غوره خوړو دال نوم واخیست او نړۍ يې په خپلو دالو و ننګوله.

عام افغانان ټول په دې نظر دي چې دال د پاکستان او پاکستان د دالو لپاره پیدا شوي دوه جسمونه دي چې یو او بل سره پوره کوونکې هم دي پر ټولنیزو رسنیو عام افغانان پاکستانیانو ته په دال خورو هم وايي ځکه دوی ان په واده کې هم دال استعمالوي.

دال که څه هم یو خوراک او الهي نعمت دی خو پاکستانیانو يې په خوراک کې په افراط کولو پوره نوم ګټلی ځکه نو ورته د ټولو پام اوښتی دی په پاکستان کې لوی او واړه ټول دال خواره دي خو نن يې د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید عجبه وکړه ټولې نړۍ ته يې وویل چې موږ له یاده مه باسئ ډر مهم یو کنې بیا هم دال نه پخیږي له دې څخه ښکاري  چې دوی له دال سره یوه عاطفي اړیکه هم درلودلی شي

Comments are closed.

koi finance