The news is by your side.

د طالبانو له لوري مهم سپيناوی

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر پخواني وياند او ددې ډلې د مذاکراتي ټيم غړي سهيل شاهين د ترکیې ددولتي تلويزيون ټي آر ټي سره پخپله مرکه کې په استنبول کې د جوړېدونکې غونډې په هکله تازه څرګندونې کړې دي.

سهيل شاهين وايي چې دوی په اصل کې د استنبول د غونډې لپاره کوم خاص شرطونه ندي وړاندې کړي بلکې دا غونډه ددوی سره په همغږۍ نه جوړېده ځکه نو يو څه ددوی له طرفه پيکه شوه او پخپله د وروستيو بدلونونو له کبله هم ورته مناسب وخت ونه موندل شو.

طالب وياند زياتوي چې دوی ته صرف دومره وويل شول چې په استانبول کې غونډه جوړېږي دوی باید پکې ګډون وکړي، وروسته دوی د ترکیې د حکومت څخه په دې اړوند ځینې‌ مالومات وغوښتل.

د طالبانو دا وياند وايي چې ددوی سره نه همغږي ددې سبب شوه چې دا غونډه وځنډېږي.

د طالبانو د سياسي دفتر اوسنی وياند نعيم وردګ هم د کابل نيوز سره پخپله مرکه کې وويل چې دوی اوس هم د هر ډول غونډې وړانديز او خبرو لپاره تيار دي.

وردګ هم په خبرو کې د نه پرمختګ پړه په حکومت واچوله او ويې ويل چې د اختر وروسته ددوی پوره ټيم په دوحه کې دی خو د افغان حکومت د ټيم ډېری غړي په دوحه کې هېڅ شتون نلري، د بل لوري بيا همدا نور حکومت لګوي او وايي چې طالبان جدي خبرو ته ندي تيار او زيات پام یې د جګړې ميدان ته دی.

وروسته له هغه چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کومه پايله ورنکړه د امريکا متحده ايالاتو اعلان وکړ چې دوی غواړي په استانبول کې يوه داسې غونډه جوړه کړي چې د طالبانو او افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي پکې شتون ولري د ملګرو ملتونو استازي شتون ولري او د غونډه څو ورځې حتی اونۍ دوام وکړي او بلاخره په پای کې يوه پرېکړه او جوړجاړی وشي.

Comments are closed.