The news is by your side.

د سولې د خبرو د ناکامېدو په صورت کې افغانانو په تمه لوی شرم

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې بين الافغاني خبرې ډیرې سستې دي دواړه لوري يو بل په خبرو کې په نازړه توب سره تورنوي، جګړه ورځ تر بلې ګرمېږي، په هېواد کې وېره خورېږي په جګړه کې خلک خپل ژوندونه، کاروبار، دوکانونه او فصلونه له لاسه ورکوي.

مګر په بين الافغاني خبرو کې بيا هم تراوسه داسې پرمختګ ندی رامينځته شوی چې روان تاوتريخوالی لږ تر لږه راټيټ او راکم کړي، طالبان وايي چې دوی د اختر راهيسې د خپل پوره ټيم سره په دوحه کې دي او تيار دي چې د افغانستان د حکومت له ټيم سره خبرې وکړي، طالبان زیاتوي چې د حکومت پوره هيئت بېخي په دوحه کې شتون نلري، مګر حکومتي چارواکي بيا وايي چې طالبان په خبرو په مهمو مسايلو د بحث علاقه نلري او ځان په شا کوي.

ولسمشر غني د احتمالي جوړجاړي لپاره د عاجلو ټاکنو وړانديز کوي چې څارونکي یې غيرې واقعي بولي، د حالاتو څارونکي وايي ولسمشر غني په ټاکنو دومره بده تاريخچه لري چې دده په مدیریت کې به طالبان هېڅکله ټاکنې ونه مني، پوهان وايي چې ولسمشر د وخته مخکې ټاکنې يادوي خو که طالبان ټاکنې ومني هم غني به يې دومره اوږدې کړي چې د خپلې ولسمشرۍ دوره به پکې پوره کړي.

طالبانو بيا د جوړجاړي لپاره تراوسه پورې په ښکاره کومه طرحه نده وړاندې کړې، خلک هم په طالبانو له همدې کبله نیوکه کوي چې طالبان ټولې طرحې رد کوي خو پخپله باندې بيا هېڅ ډول طرحه نه وړاندې کوي، خو په دې وروستيو کې داسې خبرونه خپاره شول چې یوه میاشت وروسته به طالبان افغان حکومت ته د سولې يوه طرحه وسپاري.

خو که چېرې دواړه لوری پخپلو غوښتنو ټينګار کوي نو افغان ملت به يوې بلې جګړې په صورت کې بیا خپلو پخوانیو دښمنانانو پاکستان او ايران ته ورپناه شي او يو ځل به بيا د کډوالۍ د ذليل ژوند سره مخ شي، کډوالۍ نن د افغان انسان هويت د نړۍ ترټولو ټيټ هويت کړی دی او که بيا دا ډول کډوالي رامنځته شي نو څوک به افغان ته نور د یوه انسان په سترګه هم نګوري.

Comments are closed.