The news is by your side.

د رسنیو لرې د حکومت او طالبانو خبرو کې پرمختګ شوی

خبريال وېبپاڼه: وروسته له هغه چې څو مياشتې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو چندان غونډې جوړې نشوې اوس تازه ددې ډلې او افغان حکومت د استازو ترمنځ د رسنیو د سترګو لرې بيا ليدنې پيل شوې دي.

د تسنیم د خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو او حکومت استازو په وروستيو لسو ورځو کې څلور ځله ناستې کړې دي، خو ددې ناستو څخه بيرون ته مالومات ندي را اېستل شوي او دواړه لوري د يو بل سره د ليدنو په حال کې دي.

تر دې وړاندې طالبانو او افغان حکومت د يو بل سره ژمنه کړې وه چې دوی به تر هغه پورې کوم خبر بيرون ته نه وړي ترڅو چې ورباندې د دواړو لوريو توافق نه وی شوی، وروسته طالبانو تور پورې کړ چې د حکومت ځینو استازو د مېز د سر خبرې رسنيزې کړې دي او پخپله ګټه یې ورڅخه تبلیغاتي استفاده کړې ده، مګر اوس بيا دواړو لوريو ژمنه کړې ده چې د توافق مخکې به د مذاکراتو د جریان په هکله هېڅ ډول مالومات بيرون ته نه وباسي.

د حکومت د ټيم يوه غړي چې نه غوښتل نوم یې ذکر شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې خبرې په ډېر جدي ډول پر مخ روانې دي مګر تراوسه هم د اجنډا او طرزالعمل په هکله نهايي توافق ندی رامينځته شوی، د حکومت د مذاکراتي ټيم دغه غړي زياته کړه چې تراوسه پورې طالبانو دوی ته هېڅ ډول کومه طرحه نده سپارلې خو د خبرو کولو لپاره حاضرېږي او خبرو دوام غواړي.

تر دې وړاندې د رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې طالبان پلان لري چې راتلونکې میاشت افغان حکومت ته د سولې د خبرو د بريا لپاره یوه طرحه وسپاري، وروسته طالبانو دا خبر په دې شکل رد کړ او ويې ويل چې دوی د يوې تګلارې پلان لري چې تراوسه یې ډېر جزیات او وخت ندی په ډاګه شوی.

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو زياتوالی يو ښه پرمختګ دی او دا چې تېره ورځ د طالبانو د مذاکراتي ټيم یوه غړي ومنله چې د احتمالي اوربند په هکله هم خبرې کېږي نو هيلې شته دي چې دا خبرې د جدي مذاکراتو او بلاخره اوربند لپاره لاره پرانيزي.

Comments are closed.