The news is by your side.

د افغانستان په هکله به امریکا د بیرته راتګ ناچاره پریکړه وکړي

خبریال ویب پاڼه/  د افغانستان او امریکا په هکله زیاتي خبرې دي چې باید ترسره شي ځکه کله چې دوی له عراق څخه خپل پوځیان و ایستل نو د داعش او نورو وسلوالو ډلو له لوري همداسې نا امنۍ رامنځ ته او حالت له کنټروله ووتی ځکه نو عراقي چارواکو د خپل حکومت د بقا لپاره بیرته امریکايي پوځیان خپل هېواد ته غوښتل چې دوی هم بیرته ورغلل په جګړو کې يې ګډون وکړ او  لاهم هلته میشت دي.

اوس افغانستان هم د هغه مهال د  عراق په سرنوشت اخته دی او یوازي له دې حالته کښل یې سوله او که چیري سوله ونه شي  نو په جګړه ګټلو کې بیرته د امریکا مداخلت اړین.

د امریکا د هوايي پوځ پخوانی چارواکی او اوسنی سناتور ادم کینزرینګر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې حالت له غوښتنې او تمې سره سم نه ځي، ځکه نو داسې ښکاري چې امریکايي ځواکونه به اړ شي چې  بیرته افغانسستان ته ستانه شي، لاهم افغانستان کې جګړې روانې او وضعیت خورا ډیر ترینګلی دی.

رینګر په خپلو خبرو کې پر طالبانو باندې شک څرګند کړی چې د خپلو موخو لپاره یې جګړه سخته کړې ده او د دې هیڅ ثبوت نشته چې دې ډلې دي له القاعده سره اړیکې پرې کړې وي.

د ده په خبره وخت کې له افغانستانه د سرتیرو ایستل هیڅ سمه پریکړه نه ده او دا یوه ستره تیروتنه ده ځکه هیڅ تضمین نشته چې افغانستان کې ديی بیا ترهه ګري نه رامنځ ته کیږي.

رینګر پر بایډن هم انتقاد وکړ چې د افغانستان د حالت په اړه هیڅ وضاحت نه ورکوي خو خلک حق لري چې په رامنځ ته شوي پټ شوي حالت باندې پوی شي.

د افغانستان وروستی وضعیت

په افغانستان کې له جګړې وروسته بل هیڅ نه شته چې د اوس لپاره دي د بحث وړ وي د سولې خبرې که څه هم سرچینې وايي پیل شوې او څو غونډې شوې چې په افغانستان کې د جګړې ډګر ورځ تر بلې د ګرمیدلو حالت کې دی زیات شمېر ولایتونو کې مخامخ جګړې نښتې او بشري ناورین د خلکو بې کوره کیدل او نورې ستونزې هغه څه دي چې باید د بحث وړ وي

Comments are closed.