The news is by your side.

د افغانستان او ترکمنستان په ګډه پوله سپکې او درنې وسلې ځای ځای پر ځای شوې

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د طالب اورپکو لخوا د جګړې له زیاتېدو سره سم ګاونډي هېواد ترکمنستان له افغانستان سره په ګډه پوله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې ځای پر ځای کړې دي.
د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ترکمنستان له افغانستان سره پر پوله درنې وسلې، چورلکې او نور پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي.
د راپورونو له مخې په وروستیو کې په افغانستان کې روان وضعیت ترکمنستان ته اندېښې پیدا کړې دي او د همدې لپاره یې پر پوله امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
ترکمن چارواکو ویلي چې دمګړی یې خپل ځواکونه پولې ته نږدې ځای پر ځای کړي دي او د درنو او سپکو وسلو د ځای پر ځای کولو لړۍ روانه ده، څو د احتمالي امنیتي ګواښونو کچه ټیټه شي.
سرچینه وایي په دې وسلو کې ټانکونه، چورلکې، جيټ الوتکې، تازه دمي سرتېري او دفاعي سیستم شامل دي، څو د اړتیا پر مهال د امنیتي تهدیدونو د دفع کولو تابیا ولري.
ترکمنستان وایي هڅه کوي له افغانستان سره په سرحدي سیمو په تېره په هغو سیمو کې چې له افغانستان سره د تګ راتګ لاره ده هلته به لا ډېر تدابیر ولري.
تر دې وړاندې تاجکستان هم ویلي وو چې له افغانستان سره پر پوله یې امنیتي تدابیر ډېر کړي او لا ډېر سرتېري یې ځای پر ځای کړي دي. .

په هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو سره سم د سیمې هېوادونه هم اندېښمن شوي دي او د احتمالي امنیتي وضعیت د مهار په خاطر یې تدابیر نیولي دي.
د شنونکو په باور دا چې طالبان یوه نړۍواله پېژندل شوې ترهګره ډله ده، ځکه خو د سیمې هېوادونه اړ دي چې د دغې ډلې د بریدونو د دفع کولو لپاره چمتووالی ولري.
دلته بیا په افغانستان کې د طالب اورپکو جنایتونه ورځ تر بلې شدت اخلي او هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي کساو ته مرګ ژوبله اوړي.

Comments are closed.