The news is by your side.

د طالب شعار او بیرغ ته د پاکستان قهر

خبریال ویبب پاټه/ دا خبره به څومره باورمنده وي چې د طالبانو او پاکستان پخه یاري خرابه شي خو پاکستان وايي موږ نور طالب پلوه نه یو او هغه ځپو.

وروسته له هغه چې پیښور کې د یوه مذهبي مشر جنازه کې د طالبانو بیرغونه او شعارونه ورکول شول د پاکستان پولیسو ویلي په دې  هکله څیړنې کوي ترڅو مالومه کړي چې دا څنګه پیښه وه.

د دې مذهبي مشر مړی له قبایلي سیمې پیښور ته وړل شوی هلته یوه ډله خلک چې د طالبانو بیرغونه یې لیږدول او د طالبانو شعارونه يې ورکول په جنازه کې يې ګډو وکړ.

پولیسو ویلي حقوقي دعوه په دې هکله ثبت شوې او په دې هکله به خپلې څیړنې ترسره کړي، د پولیسو یوه ځايي مشر ویلي تر اوسه پوري په دې هکله څوک نیول شوي نه دي خو څیړنې به وکړي.

د دې مذهبي  مشر په جنازه کې په یوه ویډیو چې په انټرنیټ کې خپره شوې د طالبانو د امارت شعارونه ورکول کیږي او همدارنګه د دې ډلې بیرغ هم لیږدول کیږي.

پاکستان چې اوس يې ویلي وو، د طالبانو په وړاندې به یې حکومت دریږي خو د دې هېواد تر ولکې لاندې سیمو کې ښکاري چې خپله طالبان هم فعالیت کوي او خواخوږي يې ډیر دي.

پاکستان په دې وروستیو کې افغانستان کې د حالت خرابیدلو له امله خپل راتلوونکې ته هم اندېښمن شوی او په لومړي قدم کې يې وویل  چې  په خپله خاوره کې طالبان و ځپي او په وړاندې به يې عملیات ترسره کړي، هغوی وویل چې له افغانستان سره سرحد باندې هم قیودات زیاتوي او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي دوی ویره لري چې افغانستان کې بل شوی اور به یې تر کاله ورشي او وبه یې سوځوي.

د پاکستان بل شوی اور

پاکستان په افغانستان کې بل شوي انګار ته پوکی ورکړ چې اوس ترې سرې لمبې جوړې شوې او د خاموش کولولپاره يې هیڅوک هم نه شي کولی چې هڅه وکړي ځکه نو ګاونډیان اوس په خورا لویه ویره کې  دي ټول ګاونډیان چمتوالی نیسي ځواکونه یې سرحدونو ته ولیږل او همدارنګه يې د افغانستان سره د همکارۍ خبره هم کړې ده خو دا اور که په افغانستان کې وو، پاکستان به حتمي ترې تغذیه کیږي

Comments are closed.