د پاکستان سفير د افغان پوځ لپاره حیرانونکې غوښتنه وکړه
خبريال وېبپاڼه: په کابل کې د پاکستان سفير احمد منصور خان وايی چې حکومت او نړيوالو ته پکار ده چې د افغانستان په پوځ پانګونه وکړي.
منصور دا خبرې وروسته له وکړې کله چې په هېواد کې د ځايي پاڅونوالو خبره رامنځته شوه، منصور وويل چې د ملېشو جوړول به افغانستان لا هم يو خطرناک حالت ته انتقال کړي ددې په ځای به ښه وي چې دا مصرف د افغان پوځ په ښه سمبال کولو او ملاتړ باندې وشي.
په ښکاره د پاکستان د سفير خبره بده نه ښکاري، خو پاکستانی سفير ولې دداسې يو شي غوښتنه کوي، دا خو امکان نلري چې د پاکستان سفير دې په ريښتيا د افغان پوځ قوي کېدل وغواړي، نو بيا یې سبب څه کېدی شي.
يو سبب کېدی شي دا وي چې په دې وروستيو کې ځايي پاڅونوالو د افغان پوځ سره اوږه په اوږه د طالبانو په وړاندې جګړه وکړه او طالبان يې د نورو سيمو د نيولو څخه لرې کړل، کېدی شي د پاکستان سفير وېره لري چې هسې نه د ځايي پاڅونوالو شمېر زيات شي او دا د طالبانو په وړاندې لويه ستونزه جوړه کړي.
ملېشې که ځايي پاڅونوال؟
وروسته له هغه چې افغان حکومت ګڼ شمېر ولسوالۍ له لاسه ورکړې نو د خلکو څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه، د ددفاع وزير بسم الله محمدي وويل چې دوی به د ټولو هغه کسانو سره د هر ډول امکاناتو مرسته وکړي چې د طالبانو په ضد د افغان پوځ ملاتړ وکړي او د طالبانو سره وجنګېږي.
حکومت وايي چې دا ملېشې ندي بلکې ځايي خلک دي چې د خپلو سيمو د ساتلو لپاره د افغان پوځ ترڅنګ دریږي او د طالبانو په وړاندې مقاومت کوي، خو د چارو ځينې کارپوهان وايي چې دا ډېری کسان عادي عام خلک ندي بلکې ډېری داسې کسان دي چې ددې حکومت او يا جنګ سالارو سره اړيکې او پخوانۍ تاريخچه لري او که سره منظم او راجستر نشي وروسته به په ټولو لوی غم راولي.
Comments are closed.