پنټاګون طالبانو ته په قهر د افغان ځواکونو په هکله مهمې خبرې وکړې
خبریال ویب پاڼه/ د طالبانو له لوري د وروستیو بریدونو د دوام له امله د دوی لپاره اوس امریکا هم غوسه او اندېښمنه د امریکا د فاع وزارت ویلي اوس دي افغان ځواکونه رامخ ته شي او خپل وطن دي وساتي
د پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د طالبانو له لوري ورځ تر بلې د لا ډیرو سیمو په واک کې راوستلو له امله دا ډله تر ژور څار لاندې نیولې او دوی به یې وڅاري.
د کربي په خبره اوس مهال د امریکا او بهرنیو ځواککونو د وتلو پروسه په ډیره ښه توګه سره روانه ده هغه ټینګار وکړ چې اوس دا وخت راغلی تر څو افغان ځواکونه د جګړې ډګر ته را مخ ته شی او خپل خلک او له خاورې په کلکه دفاع وکړي.
نوموړي وویل اوس د مسؤلیت منلو وخت دی او افغان ځواکونه دې ته باید چمتوالی ولري، خو هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به بیا هم دوی چې هرځای وي له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او دوی چې وغواړي له هره ځایه مشوره ورکولای شي.
د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونوکې دا مهال درنې جګړې روانې او خلک اندېښنه لري چې د دې ډلې پرمختګ به د ولایتونو مرکزونو ته ګواښ پیښ کړي او ښايي طالبان د ولایتونو پر مرکزونو هم خپله ولکه ټینګه کړي خو دا مهال چې د یو شمېر ولایتونو په مرکزونو کې درنې جګړې روانې دولت ویلي چې طالبانو ته ماتې ورکولی شي او هیڅ هم نه شي کولای.
له کندهار ولایت څخه راپورونه وايي چې د دې ولایت مرکز په مربوطاتو ولسوالیو کې لاهم جګړې روانې او دا مهال دواړو لورو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو ویلي چې دوی د ولایتونو پر مرکزونو باندې بریدونه نه کوي او نه به هم اجازه ورکړي خو داسې ښکاري چې دوی په خپلو ژمنو کې صادقه نه دي او دا مهال يې د ګڼو ولایتونو پر مرکزونو بریدونه کړي او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي خو حالت باید کابو کړل شي که چیري داسې ونه شي نو په دې مقطع کې د یوه لوی بشري ناورین دا رامنځ ته کیدلو امکان شته
Comments are closed.