The news is by your side.

مککنزي د میلر پر ځای دنده پیل کړه خو خطرناکه پلانونه لري

خبریال ویب پاڼه/ جنرال سکاټ میلر له کلونو کلونو دندې وروسته نن خپله دنده د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنت مککنزیي ته پرېښوده او د غوڅ ملاتړ قوماندان وټاکل شو.

اوس د امریکا یو بل جنرال مککنزي نور د افغانستان د بهرنیو ځواکونو قومانده پر زمواري واخیسته او نوموړي ته وسپارل شوه.

هغه په منځني ختیځ کې هم د امریکا د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان دی  چې د دې قومانداني مقر په فلوریډا ایالت کې دی او خپلې چارې مخ ته بیايي.

که څه هم مککنزي ته به کومه مهمه دنده نه وي ور له غاړې خو دا یوه سمبولیکه دنده ده ځکه په افغانستان کې یوازي ډير لږ بهرني سرتیري پاتي چې هغه هم پر وتلو دي.

ممکنزي نن افغانستان ته راغلی وو، او و يې ویل چې کابل او ولایتونه له ګواښ سره مخ دي هغه په ډیر احطیات سره خبرې وکړې چې مهمې نه وې ولې ويې ویل چې له افغان ځواکونه چې د دوی له ملاتړه برخمن دي ژمن دي چې د ولایتونو له مرکزونو څخه سخته مبارزه وکړي او ساتنه يې وکړي.

مککنزي چې  تردې وړاندې به د افغانستان په حق کې تل ږغیده نن کنټرول  شوی او کومه داسې نوې خبره يې ونکړه دی داسې مهال ټاکل کیږي چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو دي او نن پنټاګون یو ځل بیا د افغان ځواکون  په هکله تازه څرګندونې وکړې

د پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د طالبانو له لوري ورځ تر بلې د لا ډیرو سیمو په واک کې راوستلو له امله دا ډله تر ژور څار لاندې نیولې او دوی به یې وڅاري.

د کربي په خبره اوس مهال د امریکا او بهرنیو ځواککونو د وتلو پروسه په ډیره ښه توګه سره روانه ده هغه ټینګار وکړ چې اوس دا وخت راغلی تر څو افغان ځواکونه د جګړې ډګر ته را مخ ته شی او خپل خلک او له خاورې په کلکه دفاع وکړي.

نوموړي وویل اوس د مسؤلیت  منلو وخت دی او افغان ځواکونه دې ته باید چمتوالی ولري، خو هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به بیا هم دوی چې هرځای وي له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او دوی چې وغواړي له هره ځایه مشوره ورکولای شي.

د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونوکې دا مهال درنې جګړې روانې او خلک اندېښنه لري  چې د دې ډلې پرمختګ به د ولایتونو مرکزونو ته ګواښ پیښ کړي او ښايي طالبان د ولایتونو پر مرکزونو هم خپله ولکه ټینګه کړي خو دا مهال چې د یو شمېر ولایتونو په مرکزونو کې درنې جګړې روانې دولت ویلي چې طالبانو ته ماتې ورکولی شي او هیڅ هم نه شي کولای.

Comments are closed.