The news is by your side.

په فساد ککړو چارواکو ته يو وړانديز

خبريال وېبپاڼه: په دې وروستيو کې چې طالبانو د دوحې د توافقنامې خلاف خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی په ځينو سیمو کې ددوی لاس ته ورغلي پوځي وسايل په پاکستان کې ليدل شوي دي.

هغه پوځي وسايل لکه موټر، مرمۍ، ټوپک او نورې وسلې چې طالبانو ته په دې وروستيو کې په لاس ورغلل ډېری یې د هېواد څخه بهر پاکستان ته انتقال شوي دي او هلته پلورل شوي دي.

دا ډېری وسايل لومړی د طالبانو په خپل منځ کې يو په بل پلورول کېږي او وروسته بيا پاکستان لوري ته روانېږي، د مثال په ډول یو هاموې موټر د خپل اصلي بیې څخه په ډېره کمه بيه يانې صرف په‌ درۍ لکه افغان باندې پلورل کېږي.

بدون له شکه څخه چې يوه اصول افغان ته دا ډېر د ذلت ځای دی د هېواد د ملي شتمنۍ د هېواد پوځي وسايل يې په بهرنیو بازارونو هغه هم د رقيب هېواد په بازارونو کې پلورل کیږي.

خو دا چې طالبان دا ډول نظامي وسايل په ډېره ناچیزه بيه باندې په پاکستان خرڅوي ولې همدا افغان زورواکي، حکومتي چارواکي او نور مالدار خلک دا موټر ترې نه اخلي، دوی چې د افغانانو له پيسو یې ځانونه ميليونر کړل نن خو دې دومره وکړي چې دا وسايل پاکستان ته ولاړ نشي او دلته یې دوی پخپله د طالبانو څخه واخلي.

د بل لوری افغان حکومت ته هم پکار ده چې دداخلي جنجالونو په ځای روان وضعیت ته زيان پام وکړي او په هېڅ صورت پرېنږدي چې دا ډول پوځي وسايل د هېواد څخه وباسي او په پاکستانیانو یې په ډېرو ناچیزه پيسو باندې وپلوري.

حکومت مکلف دی چې د افغان ملت ملي شتمنۍ وساتي او پرېنږدي چې ددوی د په سخت بدل ترلاسه شوي وسايل پاکستان ته ولاړ شي، افغانستان دا وسايل د خپلې خپلواکۍ د نقض په قيمت ترلاسه کړي دي او بايد دومره په ارزانه له لاسه ورنکړل شي.

Comments are closed.