The news is by your side.

جرمني د افغانستان په هکله خطرناک خبرداری ورکړ

خبریال ویب پاڼه/ اوس چې د افغانستان په اړه هرڅه ویل کیږي نو هغه له خطره خالي نه وي جرمني په اوسني وخت کې د افغانستان په اړه له خطرونو ډک خبرداری ورکړی.

القاعده هغه ستونزه ده چې ټوله نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده د جرمني د بهرنیو استخباراتو یوه مسؤل په افغانستان کې د القاعده د شتون په هکله خبرداری او ندېښنه ښودلې ده.

جرمني موده وړاندې له افغانستانه خپل ټول سرتیري و ایستل او په دې سره يې خپل شل کلن جګړه ییز ماموریت پای ته ورساوه خو له هغه وروسته یې یو چارواکی د افغانستان په هکله خطرناکې وړاند وینې کوي.

دې استخباراتي مسؤل برونو په خپلو څرګندونو کې نیوکه کړې چې نړیوالې ټولنې افغانستان بې وخته پرېښود هغه د نړیوالې ټولنې او نورو خبرو ته په اشارې چې  هر وخت يې اتلس کلنې نارې خیژي وویل چې  افغانستان کې یوازي تش په نامه د ولسواکۍ چغې ګټه نه کوي دا چاره باید په عمل کې ثابته شي، او افغانستان ته یو پیاوړي ولسواکه نظام جوړ شوی وای.

برونو د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته بیا هم وویل چې افغانستان کې لاهم القاعده د یوه لوی خطر په تګه پاتي او کولای شي چې لاهم سخت بریدونه ترسره کړي او وړتیا يې لري.

ده له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان جګړه باید پر وخت ختمه کړل شي ځکه که چیري داسې ونه شي نو د ډیرو  سختو بریدونو کولو تکرار شته چې رامنځ ته به شي.

دې استخباراتي چارواکي نوري اندېښنې هم یادې کړي او له طالبانو يې وغوښتل چې د دوی په مقابل کې د القاعده د کړنو مخنیوی وکړي.

تر دې وړاندې یو شمېر هېوادونو امریکا او ملګري میلتونو ویلي چې طالبانو خپل ځان نه دی بدل کړی او لاهم له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې او خواخوږي لري.

خو طالبانو بیا ویلي چې د پخوا په پرتله يې زیات بدلون کړی او غواړي چې پر همدې لیکه باندې ولاړ شي دوی ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد استعمال نه شي او داسې چاته به اجازه هم نه کړي ور ترڅو یو ځل بیا پخواني تکراري پیښې ترسره کړي

Comments are closed.