The news is by your side.

ولسمشر: وايي جګړه به ګټو ځانګړي او هوايي ځواکونو ته يې  څه وویل؟

د افغانستان په اوسني بحراني حالت کې ولسمشر د مدیریت او د جګړې د شکل بدلیدلو خبر ورکړی، افغان دولت هڅه کوي ترڅو د قوت په ښکاره کولو سره جګړه مهار کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د  جګړې لوری بدلیږي او ځانګړي قطعه به د هوايي لوا سره یوځای کیږي او جګړه به ګټي.

ولسمشر د ځانګړو ځواکونو په هکله وویل چې ځانګړې قوتونه به همداسې خاص پاتي کیږي نوم مو الماس دی او الما۷۷۷ لوا به همداسې پاتي کیږي.

او غواړم چې له تاسو سره خاص قطعه یوځای کړم ترڅو هغې چې تاسې روزل شوي یاست دوی هم ورزل شي او کار درنه واخیستل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني تر دې وړاندې  هم د جګړې د مهار کولو خبره کړې وه او ویلي يې وو، چې حالت به بیرته مدیریت کیږي خو تراوسه داسې څه نه ښکاري.

د افغان ولسمشر تر خوا لومړی مرستیال او همدارنګه نورو نظامي مسؤلینو هم  خبر ورکړی چې د جګړې لوری بدلوي او په نظامي برخو کې به جدي بدلون رامنځ ته کوي.

خراب وضعیت

همدا اوس د افغانستان په شمالي ولایتونو کندهار او  غزني کې د وسلوالو طالبانو اوافغان ځواکونو ترمنځ درنې نښتې روانې دي چې پر مهال يې د ملکیانو  په ګډون ښايي  دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې  وي.

تراوسه پوري یو شمېر خیره نهادونه په دې اند دي چې په دې جګړه کې تراوسه پوري لکونه عام خلک د خپلو مینو پرېښودلو ته اړ شوي دي او د جګړې له ښکېلو لورو يې غوښټي چې د جګړې پر ځآی د سولې پر خبرو تمرکز وکړي.

د سولې خبرې

تر اوسه پوري که څه هم چې د سولې خبرې پیل شوې د افغانستان په کور دننه جګړه کې کوم بدلون نه دی رامنځ ته شوی  او دا جګړه ورځ تر بلې پیچلې او خونړۍ شوې ده خو اوس دواړه لوري طالبان او دولت خبر ورکوي چې د سولې د خبرو په برخه کې مهمې  ناستې ترسره شوې او همدارنګه ځينو هوکړو ته هم دواړه لوري رسیدلي دي او په همدې مقطع کې د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا طالب استازو سره لیدلي دي

Comments are closed.