The news is by your side.

طالبانو د هغه سيمو نومونه اعلان کړل چې برید ورباندې نکوي

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر غړي مولوي امير خان متقي په يوه بيان کې ويلي دي چې دوی په ښارونو د بريد کوم پلان نلري او په داسې سيمو بريدونه کول نه غواړي چېرته چې زيات خلک اوسیږي او بیروبار زیات وي.

متقي په يوه غږيز پيغام کې چې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد د رسمي ټويټر له حساب څخه خپور شوی دی ويلي دي چې د هېواد ډېری ولسوالۍ او اطرفي سيمې دوی نيولې دي، اوس يوازې د ښارونو مرکزونه پاتې دي.

متقي په ټینګار سره وايي چې حکومت که دفاع کولی شوی نو د ښارونو د شاخوا او ولسواليو کې به يې کړې وه، اوس چې جنګ د ښار څنډو ته رسېږي نو دا د جنګي قوانینو خلاف کار دی چې څوک دې په ښار کې د ښار دفاع وکړي.

نوموړی د خپلو خبرو په دوام کې وايي چې له همدې کبله پکار ده په کابل کې مشران او نوم لرونکي کسان، هغه خلک چې خبره يې اورېدل کېږي د چارواکو سره خبرې وکړي او د ښارونو امنیت طالبانو ته وسپاري.

د سياسي چارو کارپوهان وايي که څه هم د متقي دا خبره په ځای ده چې حکومت که دفاع کولی نو بايد د ولسواليو یې کړې وی، اوس حکومت شاوخوا هرڅه له لاسه ورکوي د ښارونو او مرکزونو د ننه یې واک پاتې دی خو زياتوي چې طالبان پخپله د حل کومه لاره نه وړاندې کوي او څنګه چې دوی وايي چې نه غواړي موجود سيستم وران شي او بايد خبرې وشي د هغه مطابق پلان نه وړاندې کوي د بل چا پلان او طرحه هم نه مني او د حکومت او پوځ څخه دا غواړي چې دوی ته تسلیم شي.

ماهرين وايي چې که چېرې طالبان د زور له لارې په کابل واکمن هم شي چې دا به اسانه کار نه وي د خلکو د يوه داسې نفرت سره به مخ شي لکه پخواني مجاهدين چې په جنګ سالارانو بدل شول او اوس یې خلک د نوم څخه نفرت کوي.

له همدې کبله اوس نوبت د طالبانو دی چې داسې يوه طرحه وړاندې کړي چې نه پکې افغان حکومت ناکام او تسليم شوی وي او نه هم طالبان پکې مات شوي وي.

طالبانو تراوسه نه د حکومت طرحه منلې او د امريکا، اوس پکار ده چې پخپله د حل يوه نسخه وړاندې کړي ترڅو حکومت ورباندې غور وکړي او خلک هم د طالبانو له دريځ څخه خبر شي.

Comments are closed.