The news is by your side.

حامد کرزي د سولې اړوند د خوښۍ خبر ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د سولې جدي خبرې به ډېر ژر پيل شي پکار نده چې خلک د سولې د خبرو د اوسني ارام حالت څخه ناهيلي شي.

کرزي چې نن يې په کابل کې رسنیو ته وينا کوله په حکومت باندې هم غږ وکړ چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضايع نکړي.

حامد کرزي په افغانستان کې د امریکا د سرنوشت په هکله هم خبرې وکړې، په داسې حال کې چې په نړۍ او افغانستان کې مهم بحث دادی چې امریکا په افغانستان کې مطلقه ناکامه شوه او ايا هغه څه یې ترلاسه کړل چې غوښتل یې حامدکرزي هم په دې هکله خپل نظر بيان کړ او ويې ويل چې امريکا چې کومې موخې درلودې او ددې لپاره افغانستان ته راغلې وه هغه يې ترلاسه نکړې.

نوموړي زياته کړه چې دا يوه پردۍ جګړه ده چې زیان يې صرف افغانان ويني، یوازینۍ لاره چې کولی شو دې تپل شوې جګړې ته د پای ټکی کېږدو د سولې خبرې دي، ډېر ژر به د سولې جدي خبرې پيل شي.

پخوانی ولسمشر تازه د وروستيو حالاتو په هکله پرخپلو څرګندونو کې د سولې د جدي خبرو د پيل کېدو خبر ورکوي چې دوه اونۍ مخکې دوحې ته د نوموړي او مشرانو سفر لغوه شو، دا سفر چې پکې به کرزی، ډاکټر عبدالله او نور افغان مشران شامل و دوحې ته پلان شوی و ترڅو د طالبانو سره په مهمو مسايلو خبرې وکړي.

خو‌ وروسته د نا معلومو سببونو له کبله دا سفر ترسره نشو، د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ وويل چې دوی ته خبر ورکړل شوی و چې د کابل څخه به يو هيئت ورځي او دوی هم ورته ښه راغلاست ویلی و او هرکلی يې کړی و چې داسې يو سفر او خبرې وشي خو وروسته خبر شول چې دا سفر لغوه شوی دی.

په دې وروستيو کې چې طالبانو د ولسوالیو نيول پيل کړي دي او د افغانستان څخه وروستي امریکايي پوځيان هم وزي امنيتي اندېښنې زیاتې شوې دي او پوهان سپارښتنه کوي چې ژر تر ژره بايد د سولې په خبرو کې پرمختګ رامنځته شي.

Comments are closed.