The news is by your side.

راتلوونکې کې د امریکا څلور مهم لومړیتوبونه مککنزي بیان کړل

خبریال ویب پاڼه/ امریکا له افغانستان څخه په وتلو ده او تازه یې د قوماندانۍ مشرتابه کې بدلون راغلی دی جنرال سکاټ میلر له کلونو دندې وروسته تیره ورځ خپل مسؤلیت د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مککنزي ته وسپاره او په دې ډول سره یې خپله دنده پای ته ورسوله.

اوس تازه د امریکايي ځواکونو دې قوماندان ویلي چې دوی په راتلوونکې کې څلور لومړیتوبونه لري چې ورباندې به کار کوي او ورته به کار کوي.

مککنزي وویل موږ په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره مبارزه، د افغان ځواکونو ملاتړ، د خپل ډیپلوماټیک حضور خوندي کول او همدارنګه د کابل هوايي ډګر د امنیت خوندیتوب.

امریکا تر دې وړاندې هم پر دې مهمو موضوعاتو د تمرکز او کارکولو اراده کړې تراوسه پوري امریکا په دې نه ده بریالۍ شوې چې ژر دي افغانستان ته نژدې د ترهه ګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکايي ځواکونو کومه اډه جوړه کړي ځکه دوی کوښښ کوي چې افغانستان ته نژدې پاتي شي ترڅو وکولای شي چې افغانستان په اسانۍ سره وڅارې خو دوی کوښښ کوي ترڅو د دې اډو لپاره په مرکزي اسیا یاهم پاکستان کې د ځان لپاره اډې پیدا کړي ډیر فکر داسې کیږي چې د اډو ورکړې په برخه کې له پاکستان سره چارې خلاصې شوې او هلته به دوی دافغانستان د څارلو لپاره اډې ولري.

اوس به د امریکايي ځواکونو د قوماندې سوق ادارې ځای په افغانستان کې نه وي له همدې امله نوي قوماندان مککنزي ویلي چې دا یو پوځي بدلون دی او دا امریکا ژمنتیا چې له افغانستان سره يې لري دوام به لري.

حنرال مککنزي به په افغانستان کې نه وي او د خپل قوماندانۍ چارې له لیري اداره کوي په اصل کې داسې معنی لري چې اوس افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومانداني یوه سمبولیکه بڼه لري او کوم خاص مسؤلیت نلري

امریکا د خپل سفارت لپاره یو شمېر امریکايي پوځیان له سپټمبر میاشتي وروسته هم افغانستان کې پریږدي چې دا یوه ستونزمنه پریکړه ده طالبانو ویلي چې له ټاکلي مودې وروسته د هر هېواد نظامي حضور اشغال دی او دوی به اجازه ورنکړي هغوی غوښتنه کړې چې باید ټول تعهدات او ژمنې پر ځای شي.

Comments are closed.