The news is by your side.

صالح: طالبان د پاکستان پوځ روزلي دي

خبریال ویب پاڼه/ امرالله صالح یو ځل بیا پر پاکستان تور پوري کړی د افغانستان په جګړه کې د طالبانو مستقیم ملاتړ کوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي.

امرالله صالح ویلي چې پاکستان طالبانو ته د افغانستان په جګړه کې مستقیمه لارښوونه کوي او همدارنګه هغوی روزي دا د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو پر پاکستان وروستی ګذار وي تر اوسه پوري په دې اړه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي.

ښاغلي صالح طالبانو ته د خپلو دښمنانو خطاب کړی  او زیاته کړې يې ده چې هغوی  به تبا کړي او له منځه به یې یوسي ده سوال کړی طالبان څوک دي؟ چیري دي؟ او کوم ځای کې روزل کیږي؟

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال وویل طالبان درې ډلې دي او اصلي طالبان هغه دي چې د پآکستاني پوڅخه يې زورنه لیدلې وي او هغوی روزلي وي.

ولسمشر: وايي جګړه به ګټو ځانګړي او هوايي ځواکونو ته يې  څه وویل؟

د افغانستان په اوسني بحراني حالت کې ولسمشر د مدیریت او د جګړې د شکل بدلیدلو خبر ورکړی، افغان دولت هڅه کوي ترڅو د قوت په ښکاره کولو سره جګړه مهار کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د  جګړې لوری بدلیږي او ځانګړي قطعه به د هوايي لوا سره یوځای کیږي او جګړه به ګټي.

ولسمشر د ځانګړو ځواکونو په هکله وویل چې ځانګړې قوتونه به همداسې خاص پاتي کیږي نوم مو الماس دی او الما۷۷۷ لوا به همداسې پاتي کیږي.

او غواړم چې له تاسو سره خاص قطعه یوځای کړم ترڅو هغې چې تاسې روزل شوي یاست دوی هم ورزل شي او کار درنه واخیستل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني تر دې وړاندې  هم د جګړې د مهار کولو خبره کړې وه او ویلي يې وو، چې حالت به بیرته مدیریت کیږي خو تراوسه داسې څه نه ښکاري.

د افغان ولسمشر تر خوا لومړی مرستیال او همدارنګه نورو نظامي مسؤلینو هم  خبر ورکړی چې د جګړې لوری بدلوي او په نظامي برخو کې به جدي بدلون رامنځ ته کوي.

صالح د خپلو پریکړو په ترڅ کې د خپل وروستۍ اقدام په توګه پریکړه وکړه چې نور به نظامي چورلکې او الوتکې د شخصي کسانو په خدمت کې نه وي او د پوځیانو لپاره به کارول کیږي

Comments are closed.