The news is by your side.

د ژبساتنې غورځنګ د پښتو پالنې سفر ته ملا وتړله

خبريال وېبپاڼه: پښتو ژبه چې د افغان ولس ملي ژبه ده او د هېواد مطلق اکثریت نفوس دې ژبې ته منسوب دی په دې وروستيو کې د ډېرو زياتو لوړو ژورو څخه تېره شوه، که څه هم د پښتو ژبې ننی حالت د خوښۍ حالت ندی خو تر پرونه څخه که ډېر نه وي يوه اندازه پرمختګ رامنځته شوی دی.

د مثال په ډول د ۹۰ يمو کلونو په پای کې چې د کابل چارې شمالي ټلوالې سمبال کولې او تازه امريکا په ۲۰۰۱ م کال کې افغانستان ته راتله نو په کابل کې د پښتو ژبې بنسټونه څه چې عام پښتون له وېرې پښتو باندې صرف خبرې نشوې کولای، مګر نن حالت د هغه څخه ښه دی.

خو بيا هم پښتو په هغه ځای کې نده چې حق یې و، یانې داسې ويلی شو چې پښتو د يوه ستر دښمن څخه وژغورل شوه او مړه نشوه خو اوس هم چې بايد په کوم ځای کې وی له هغه ځای څخه ډېره لرې ده او د خپل نسل پرلپسې ريښتينو هڅو ته اړتيا لري.

بدون له شکه چې د پښتو د ودې د پښتو خپل اصلي ځای د ترلاسه کولو لپاره د پښتون قام مسولیت ډېر زيات دی، نن چې پښتو له مرګه وژغورل شوه هم‌ددې قام د ځینو هڅاندو او فداکاره اشخاصو هڅې وې‌.

په همدې سفر کې تازه د ژبساتنې غورځنګ هم پښتو ته د خدمت ملا تړلې ده، دغه غورځنګ چې په چټکۍ سره د ودې په حال کې دی ژمنه کوي چې بدون له هېڅ ډول تعصب څخه به صرف د خپلې ژبې د ودې لپاره کار کوي کوم چې ددوی ترټولو طبعي او قانوني حق دی.

په ټولنيزو رسنيو کې ددې غورځنګ په ګروپ کې اوس په زرګونه پښتانه د څو ورځو په جريان کې ورګډ شوي دي، دوی وايي چې موخه یې صرف د خپلې ژبې وده او خدمت دی، د بلې ژبې سپکاوی په هېڅ صورت نه مني او بدون له تعصب څخه لرې به د خپلې ژبې د پراختيا لپاره کار کوي.

دغه ډول غورځنګونه د پښتنو‌ د شعوري ويښتابه او د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ په برخه کې مهم رول ادا کولی شي، د مشرانو څخه هيله ده او دوی ته پکار چې ددا ډول حرکتونو کلک ملاتړ وکړي او دوی په دې سفر کې يوازې پرېنږدي ترڅو د پښتون ملت دا خوږه ژبه او د ستر پيداکونکي دا نعمت د پښتنو څخه پردی نشي او خپل اصلي مقام ته ورسېږي.

Comments are closed.