څومره برېتانوي عسکر افغانستان کې پاتېږي؟

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم طالبان ټینګار کوي چې له افغانستان باید ټول بهرني سرتېري ووځي، خو اوس ویل کېږي چې شاوخوا سل برېتانوي سرتېري به په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي.
برېټانوي رسنۍ وايي سره له دې چې ددغه هېواد لومړي وزیر له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ خو له دې سره به بیا هم شاوخوا سل برېتانوي سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي. سرچینه وایي دا سرتېري به د هغو ۶۵۰ امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو برخه وي چې په افغانستان کې د ديپلوماتیک ماموریت د ساتنې لپاره ګومارل کېږي.
برېتانیا تېره اونۍ اعلان وکړ چې خپل ټول سرتېري یې له افغانستان ایستلي دي او په دې توګه یې په دغه هېواد کې شل کلن ماموریت ختم شوی دی.
برېتانوي ځواکونه په تېره شل کلنه جګړه کې تر ډېره په هلمند ولایت کې مېشت وو، چې دغه ولایت ته یې نه یوازې دا چې امن رانه ووست، بلکې لا یې خونړۍ او له جګړو ډک پرېښود.
ها خوا بیا طالبان ټینګار کوي چې له افغانستان څخه باید ټول بهرني سرتېري ووځي، که نه دوی به جګړې ته ادامه ورکړي چې مسوولیت به یې بیا د نړۍوالو پر غاړه وي.
طالب اورپکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو د حضور دوام دوی ته د جګړې د دوام مشروعیت په لاس راکوي او د سولې خبرو د پیکه کېدو لامل هم ګرځي.
شنونکي په دې باور دي چې که په افغانستان کې بهرني سرتېري مېشت وي، ښايي طالبان چې یوه یاغي ډله ده خپلو جګړو ته دوام ورکړي او د سولې خبرې هم پیکه پرېږدي.
دلته بیا هره ورځ جګړې په زیاتېدو دي او له امله یې عام خلک له سختو کړاوونو سره مخ دي.
بل خوا بیا تازه د جمعې په ورځ د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د یوولس کسیز پلاوي په مشري قطر ته روان دی چې طالبانو سره به د یوې ورځې لپاره مخامخ خبرې اترې وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More