The news is by your side.

خرم تهران کې د طالبانو سره د لیدنې مهم جزيات هم وړاندې کړل

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سياسي دفتر مشر کريم خرم د هېواد د یوه شخصي تلويزيون سره پخپله مرکه کې تېر اونۍ په تهران کې د طالبانو سره د ليدنو کتنو په هکله مالومات ورکړل.

خرم چې ددې لیدنې څخه خوشحاله و وويل چې په دې ليدنه کې په مهمو مسايلو تر یو ځايه بحث وشو او وروسته توافق په دې وشو چې په دې او نورو مسايلو کې به په راتلونکې غونډه کې جدي بحث کېږي.

نومړي وويل چې په دې ليدنه کې فضا ډېره صمیمانه وه او د رقابت او دښمنۍ څه پکې نه ليدل کېدل، ده زياته کړه چې طالبانو پخپله ورته ويل چې په افغانستان کې نوره جګړه د تحمل وړ نده ځکه هسې هم افغانان د ګڼو نورو ستونزو لکه کورونا ويروس او وچ کالۍ سره مخ دي.

کريم خرم د طالبانو سره د قدرت د ویش او نوي جوړښت او حکومت جوړونې په هکله هم د خبرو مالومات ورکړل او زياته يې کړه چې د رهبریت او مشرۍ په هکله هم خبرې وشوې او توافق په دې وشو چې په دې ډول مسايلو بايد په راتلونکې غونډه کې پراخ بحث وشي.

د سياسي چارو شننونکي وايي په مهمو مسايلو د بحثونو پيل کول ډېره ښه خبره ده، ځکه د ستونزو او جګړو يو لوی سبب همدا اصلي مسايل د حکومت جوړښت، د مشر ټاکلو تګلاره او قدرت د ویش دی.

تازه نن په کابل کې پخواني ولسمشر هم د وروستیو حالاتو په هکله د خپل خبري کنفرانس په جريان کې وويل چې ډېر ژر به د سولې په هکله د طالبانو سره جدي او رغنده خبرې پيل شي.

تمه ده چې په نېږدې ورځو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او ورسره نور افغان مشران دوحې ته ولاړ شي او د طالبانو سره د سولې په هکله جدي خبرې پيل کړي.

Comments are closed.