The news is by your side.

شاهين دامريکا سره د پاکستان د همکارۍ اړوند خپل دريځ روښانه کړ

خبريال وېبپاڼه: تېره ورځ د طالبانو د سياسي دفتر پخواني وياند سهيل شاهين د پاکستاني تلويزون جيونيوز سره مرکه درلوده چې مهمې څرګندونې یې وکړې.

د پاکستان د وروستیو دریځونو او د امريکا سره د همکارۍ په هکله وويل چې افغانستان د پاکستان ګاونډی دی، د يو بل سره ديني او فرهنګي مشترکات لري، له همدې کبله د امريکا سره هغه همکاري چې د افغانستان په ضد وي يا امريکا ته د مداخلې وړتيا ورکړي د طالبانو له لوري د منلو وړ نده.

شاهين زياته کړه چې دی نه غواړي پاکستان داسې يو څه ترسره کړي، شاهين وويل چې امريکا ددوی سره یو توافق کړی دی او د هغه توافق په بنسټ به بيا د افغانستان په چارو کې مداخله نکوي.

د غربي رسنیو د راپورونو له مخې د امريکا حکومت څو ځله د پاکستان څخه پوځي اډه وغوښته چې د پاکستان له لوري رد شوه، د پاکستان صدراعظم عمران خان وويل چې د امريکا سره د افغانستان د سولې په هکله همکاري کولی شي خو د جګړې په هکله به بيا هېڅکله همکاري ونکړي.

تر دې وړاندې ملا برادر ويلي و چې دی د پاکستان څخه د خپل حیثیت پوښتنه نکوي ځکه چې ددوی مشران او زخميان په پاکستان کې دی نو دی څه نشي کولای.

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې پاکستان د طالبانو په وړاندې يو ځل تاریخی خيانت وکړ او د امريکا سره یې لاس يو کړ او د طالبانو حکومت يې له منځه يوړ، دا ځل که بيا پاکستان کومه غوړه لمړۍ د کوم لوی قدرت له لوري وويني نو بيا به هم د طالبانو سره همغه ډول چلند کوي.

د پوهانو په وينا اوس پاکستان د امریکا څخه ډېر په پاکستان پورې زړه تړلی ځکه نو د امريکا ځینې غوښتنې اوس نه مني، خو که چېرې سبا همدا چين د طالبانو په هکله د پاکستان څخه کومه غوښتنه وکړي نو پاکستان به بيا د طالبانو په وړاندې په هر ډول اقدام لاس پورې کړي.

Comments are closed.