The news is by your side.

افغانستان له جګړو سره سم بیا د پآکستاني عسکرو د  هلاکت لړۍ پیل شوې

خبریال ویب پاڼه/ د پښتونخوا سرحدي سیمه کرمه کې د نامالومو وسلوالو له لوري پاکستاني عسکر په نښه شوي چې زیات یې په هلاکت رسولي خو دوی یې یوازي د دوه عسکرو هلاکت مني.

د یو شمېر راپورونو پر اساس پاکستاني عسکرو غوښتل عوام  د عملیاتو په نوم وزوري چې د وسلوالو له جهاد سره مخ شول او ډير زیات شمېر عسکر يې په هکلات رسولي.

د پاکستان ریاست هم د دې پیښي پخلی کوي او ویلي یې دي چې په دې پیښه کې یو د عسکرو لوړ پوړی کس او یو هم عسکر وژل شوي خو داسې ښکاري چې دوی تل خپل تلفات پټوي چې په اصل کې په هره پیښه کې په لسونو پآکستاني عسکر په هلاکت رسیږي خو دوی یوازي د یوه یا دوه عسکرو د وژلو ادعا کوي.

افغانستان کې جګړه او د پاکستاني عسکرو تلفات

کله چې افغانستان کې جګړه نو بیا زیات پاکستاني عسکر وژل کیږي او د افغانستان له جګړې سره جوخت که هرڅوک ورځني خبرونه تعقیب کړي نو پوی به شي چې کیسه څه ده، په اصل کې ډیره ځله داسې شوي چې پاکستاني عسکر په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل کیږی خو دوی يې راپورونه د تحریک طالبان او یاهم بلوڅانو ورکوي.

سیمه ییز استخبارتي مالوماتي سرچینې په دې اند دي چې د هر ولایت په لویه جګړه ان د پاکستان کومانډو عسکر د طالبانو په جامو کې راځي او په دې جګړو کې  برخه اخلي افغان ځواکونو هم له دوی سره هیڅ جفا نه ده ځکه ډیر ژر دا پاکستاني ترهه ګر د کومې موخې لپاره چې جنت دی لیږل کیږي.

له هرې جګړې وروسته د زیاتو پآکستاني تروریستانو جسدونه دې هېواد ته وړل کیږي اوس هم ښايي د کندهار او نورو ولایتونو جګړو کې همدا کیسه وي چې له یوه څه چوپتیا وروسته يې نن بیا د مړو لړۍ پیل شوه.

په دې سیمه کې تحریک طالبان جنګیالي فعاله دي چې وخت ناوخت پر دې ظالمو عسکرو باندې قیامت جوړوي، او د خپلو مظلومو پښتنو بدل ترې اخلي پاکستاني عسکر هو سا نه دي په بل کمین کې بیا بلوڅ ملتپال ورته ناست او حساب ورسره کوي

Comments are closed.

koi finance