هېواد کې جګړې او د طالبانو له لوري د سپین بولدک بندر نیول

خبریال ویب پاڼه/ د بلوچستان سپین بولدک ترمنځ لار د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ له امله تړل شوې د طالبانو  له لوري په مالوماتو کې راغلي چې دوی دا بندر نیولی او بیرته به ډیر ژر دا لاره د خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.

که څه هم د دي ولسوالۍ ځايي چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي خو د ټولنیزو رسنیو له لارې د وړاندې شویو ویډیوګانو او انځورونو څخه داسې ښکاري چې اوس د پاکستان تر ولکه لاندې بلوچستان سپين بولدک پر دراوزه طالبان حاکم دي.

له کندهار او ګڼو نورو ولایتونو هم د درنو جګړو راپورونه ورکول کیږي تراوسه پوري د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو باندې د طالبانو له لوري جګړو شدت اخیستی دا په داسې حال کې ده چې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د ولایتونو پر مزکزونو باندې بریدونه نه کوي.

تر اوسه تقریبا د طالبانو له لوري زیات شمېر بندرونه نیول شوي چې په هرات کې د اسلام کلا او تورغنډۍ بندرونه، فرا کې د ابونصرفراهي بندر، شیرخان بندر او دا دی نن یې د کندها سپین بولدک بندر هم تر لاسه کړی چې تر ډيرې کچې  به ښايي په ورځینو عایداتو کې کمښت رامنځ ته شي.

افغان دولت د دې بندرونو د ترلاسه کولو لپاره تر اوسه نه دی لاس په کار شوی او یوازي يې چارواکو پر خبرو او فېسبوک پوسټونو باندې تکیه کړې او د جګړې د مدیریت لپاره یې کوم عملي اقدام نه دی کړی.

خو غوښتنه دا کیږي که چیري د بندرونو عایدات د طالبانو لاس ته ولویږي چې نو دا ډله به تر پخوا زیاته قوي او دولت به نور هم زیانمن شي، تر اوسه پوري ښکاره طرحه نه شته چې د بندرونو او همدارنګه د روانې جګړې د مدیریت لپاره باید څه وشي.

د افغانستان کورني عایدات تر ډیره بریده له همدې بندرونو لاس ته راځي چې اوس یې د یو شمېر بندرونو عایدات پر ټپه او یاهم نیمايي باندې دریدلي دي پوښتنه داده چې ولې دولت اجازه  ورکوي چې دومره په اسانۍ د هېواد د عایداتو سرچینې د طالبانو لاس ته ولویږي؟

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More