The news is by your side.

صالح د پاکستان پوځ ته په قهر دی چې غوښتنې مو لويي خوله مو وړه ده

خبریال ویب پاڼه/ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یوځل بیا پر پاکستان او د دې هېواد پر دوه مخې پوځ باندې کلک ګذارونه کړي او د محسن داوړ د وروستیو څرګندونو تود هرکلی يې کړی.

هغه د پاکستان د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکش مشر محسن داوړ څخه مننه کړې چې د حق پلوي او د باطل خلاف درېدنه يې کړې.

د ولسمشر مرستیال د پاکستان له لوري د دې لوبې پیل خطرناکه بللی او زیاته کړې يې ده چې بدې پایلې به ولري هغه دا ونه ویل چې دا بدې پایلې به د چا لپاره وي.

صالح زیاته کړې چې د پاکستان پوځ د افغانستان د تیرولو اراده لري خو خوله یې ډیره وړه ده، د نوموړي له اشارې داسې مالومیدله چې دا هېواد د روانې جګړې پوره ملاتړ کوي.

امرالله صالح تیره ورځ هم پر خپله فېسبوک پاڼه باندې د پاکستان او طالبانو له اړیکو پرده پورته کړې او تور يې پوري کړی وو، چې طالبان په پاکستان کې روزل کیږي.

صالح: طالبان د پاکستان پوځ روزلي دي

امرالله صالح یو ځل بیا پر پاکستان تور پوري کړی د افغانستان په جګړه کې د طالبانو مستقیم ملاتړ کوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي.

امرالله صالح ویلي چې پاکستان طالبانو ته د افغانستان په جګړه کې مستقیمه لارښوونه کوي او همدارنګه هغوی روزي دا د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو پر پاکستان وروستی ګذار وي تر اوسه پوري په دې اړه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي.

ښاغلي صالح طالبانو ته د خپلو دښمنانو خطاب کړی  او زیاته کړې يې ده چې هغوی  به تبا کړي او له منځه به یې یوسي ده سوال کړی طالبان څوک دي؟ چیري دي؟ او کوم ځای کې روزل کیږي؟

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال وویل طالبان درې ډلې دي او اصلي طالبان هغه دي چې د پآکستاني پوڅخه يې زورنه لیدلې وي او هغوی روزلي وي.

امرالله صالح تل د پاکستان او طالبانو ضد موقف نیولی چې د ولسي جرګې له غبرګون سره مخ شوی او ویلي يې دي چې صالح دي د فیسبوک پر ځای عملي کار وکړي

Comments are closed.