د حکومت سره د امریکا غولونکې لوبه
خبريال وېبپاڼه: د اتلس میاشتو هلو ځلو په نتیجه کی چی کوم توافق د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ راغی یو ناتکمیل او یو طرفه توافق وو چی فقط طالبانو ته یی برلاسی ورکړ او د کابل حکومت مشروعیت یی د سوال لاندی راووست. د قطر توافق دومره احمقانه او ناتکمیل وو چی حتا د امریکایی سناتورانو د بحثونو او حیرانتیاوو سبب هم وګرځید خو تر ډیره حده امریکا پدی باور وه چی ګواکی طالبان به ددوی د قدرت د ویش فورمول ته غاړه کیږدی مګر ددوی ټول اټکلونه ناسم ثابت شول او وروسته د ډیرو هڅو لاچاره شول او بلاخره مجبور شول چی د افغانستان څخه دوی مکملا” (پښی سپکی) کړی او یو ځل بیا افغانستان او سیمی ته شاء کړی.
څه دپاڅه د دوه سوو ولسوالیو سقوط، د ملی اردو او پولیسو تسلیمیانی او د طالبانو د بی شماره حملو په ځواب کی د امریکا مکمل سکوت طالبان هڅولی چی د ولسوالیو د سقوط لړیو ته دوام ورکړی او د اګست ۳۱ نیټی رارسیدو ته طالبان سخت په بی صبری سره سترګی په لاره دی ترڅو دوی د امریکایانو د ( مکملی ) انخلاء په صورت کی د افغانستان ګڼ شمیر ولایتونو مرکزونه هم تر خپل واک لاندی راولی نو په دی توګه به طالبان پر کابل حلقه تنګه او کابل به مکمل کلابند او محاصره کړی چی بیا د هر ډول ګډ حکومت بحثونه بی مفهومه دی .
که طالبانو د ولایتونو د نیولو څخه وروسته د کابل د نیولو عملیات پیل کړل نو د امریکا او ناټو غبرګون به څه وی؟
امریکا او ناټو همیش طالبانو ته ګواښونه کړی چی که د کابل د نیولو هڅه وکړی دوی به د کابل د دفاع په خاطر لاس په کار شی خو ددوی ګواښونو هغه صورت کی عملی بڼه درلودلای شوه چی یا خو په افغانستان کی په کومه نظامی اډه کی میشت وای او یا هم توانیدلی وای چی په منځنی آسیا یا پاکستان کی یی د نظامی عملیاتو اډی تر لاسه کړی وای خو اوس ددوی ګواښونه محض تش ګواښونه پاته دی او ښکاری نه چی کوم عملی اقدام به یی دلاسه هم پوره وی. تش ګواښونه نشی کولای د طالبانو د کابل د نیولو مخه دب کړی او که بیا طالبانو کابل ونیوو نو ممکن امریکا او متحدین یی د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو څخه انکار وکړی خو د سیمی قدرتونه او هیوادونه ( چین، روس، ترکیه، ایران او پاکستان) به د امریکا او ناټو له ضده هم د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنی.
آیا د افغانستان موضوع نظامی حل لری ؟
که د افغانستان تاریخ ته لنډه کتنه وشی نو حکومتونه د کودتاه او نظامی مبارزو په نتیجه کی منځ ته راغلی او امریکایانو هم په دوه زره یو کال کی دا شرمیدلی ډیموکراسی د بی ۵۲ الوتکو په زور په افغانستان کی د پلی کولو ناکام شل کلن کوښښ وکړ، او که بل خوا ووینو نو که طالبانو نظامی مبارزه نه وای کړی نو نن به امریکا او ناټو پښو سپکولو ته نه وه مجبوره شوی !
آیا د طالبانو حکومت به د سیمی قدرتونه او هیوادونه ومنی؟
د طالبانو د بریاء تر شا د سیمی هیوادونو ( چین ، روسیی، ایران، ترکیی او پاکستان ) پراخ لاسونه دی چی ددوی په لاس یی د امریکا او ناټو شتون په افغانستان کی ناممکن کړ او بلاخره د ماتی سره یی مخ کړل. یو شمیر سیاسی شنونکی پدی باور دی چی د طالبانو دا بریاء به په سیمه کی وغځیږی او ممکن بعضی اسلام پالی ډلی په چین او منځنی آسیاء کی وهڅوی چی د روس او چین د حکومتونو پر خلاف به وسلی راواخلی او جګړی به پیل کړی خو په حقیقت کی دا محض اټکلونه دی او حقیقت خو دادی چی طالبان، القایده او داعش د سیمی ( روس، چین، ترکیی، ایران او پاکستان ) د استخباراتو په لاس جوړی شوی ډلی دی چی یواځیتی موخه یی د امریکایی او ناټو پوځون پر خلاف جګړه وه، او چی کله په مکمله توګه امریکایان او د ناټو پوځونه له افغانستان څخه ووتل نو دا ډلی به هم چی څنګه جوړی شوی هماغسی منحل شی.
د طالبانو پر خلاف د پاڅون کوونکو یا ملیشو جګړی؛
اول خو دا پاڅون لکه څنګه چی زمونږ تاریخ یی ګواه دی د افغانستان قومونو ندی کړی بلکی یو شمیر جنګسالارانو دا ( استخباراتی ) پروسه پر مخ اچولی چی همیش د نورو مزدوری یی کړی او د نورو د ګټو په خاطر یی د افغانستان او افغانانو ګټی تر پښو لاندی کړی، دا د ملیشو رهبران لکه اسمعیل خان، عطاء نور ، امان الله ګذر ، دوستم، حضرت علی، کریم خلیلی او نور د سیمی د استخباراتو کثیف عزایم پلی کوی نه د اشرف غنی د ارګ دفاع. هغه عزایم څه دی؟
د سیمی قدرتونه لا اوس هم پدی باور ندی چی امریکا او ناټو به په مکمله توګه له افغانستان څخه ووځی او لا اوس هم ددی ویره لری چی ممکن بله ورز بایډن اعلان وکړی او ووایی چی “نظر په دی او نظر په هغی مونږ له افغانستانه نه وځوو” نو د همدی تشویش په خاطر دا ډلی د پاڅون تر نوم لاندی راویستل شوی تر څو که بایډن صبا ورز داسی کوم اعلان کوی چی د فعلی جګړو، ترور ، غارت، چور او چپاول خوا کی د کورنی جګړو اورونه هم ورته بل کړی تر څو حالات دومره مردار کړی چی بیا امریکا او ناټو د پاتی کیدو فکر هم ونکړی خو که په واقعیت سره د اګست په ۳۱ نیټه امریکایان په مکمله توګه له افغانستانه ووتل نو دا ملیشی به هم بیا څوک ونه ګوری.
د سیمی قدرتونه په افغانستان کی څه ډول حکومت غواړی؛
د سیمی قدرتونو او هیوادونو ته د افغانانو خوی او خصلت ښه معلوم دی چی پدی هیواد کی ( سوټی ) کولای شی بهتره حکومتولی وکړی او همیش افغانان هم وایی چی مونږ ( سوټه مسلمان یوو ) نو د همدی تهیوری له مخی به دوی ( روس + چین ) کم از کم او زیات نه زیات د دری کالو لپاره طالبان پر افغانستان حاکم وساتی تر څو خلک په اسطلاح لاری ته برابر کړی او بیا به د روسیی د پلان په اساس د ایران او پاکستان په توافق او مرستی یو نیمچه ډیموکراتیک حکومت لکه د تاجکستان ، ازبکستان او چیچنیاء تاسیس کړی چی نړی ته هم څه ناڅه مشروعیت پیدا کړی.
خلاصه؛
یو خو داچی افغانستان د چین د نړیوالی پروژی ( یوی لاری او یو کمربند ) برخه ده، او بل داچی الله رب العزت (ج) افغانستان ته داسی بیشماره معدنیات ورکړی لکه لیتهیم چی د برقی موټرو په بیطریو کی اساسی ضرورت دی نو چین په ډیری بی صبری سره غواړی د افغانستان په معدنیانو کی پانګونه وکړی او که مونږ د فساد څخه پاک حکومت درلود نو په راتلوتکی پینځو کلونو کی به افغانستان د پام وړ اقتصادی پرمختګ وکړی او د افغانستان خلک به د سوکالی پر لوری په حرکت کی راشی.
ليکوال: الحاج اجمل خان ځاځی
Comments are closed.