The news is by your side.

د برتانيې ددفاع وزير د طالبانو د په رسمیت پېژندلو شرط اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: د برتانيې ددفاع وزير د طالبانو د په رسمیت پېژندلو شرط اعلان کړ، د انګلستان د ددفاع وزير بن والاس وايي که چېرې طا لبان حکومت ته راشي نو دوی تيار دي چې ورسره کار وکړي،

دا لومړی دی چې د یوه لوي غربي هېواد لوړ پوړی چارواکی د طالبانو سره د ګډ کار په هکله مثبتې څرګندونې کوي، والاس پخپلو خبرو کې ويلي دي چې که په کابل کې هرڅوک واکمن وي تر هغه چې مشخصو نړيوالو نورمونو ته ژمن وي نو دوی به ورسره ګډ کار وکړي.

د برتانيې ددفاع وزير د خپلو خبرو په جریان کې وويل چې که چېرې په کابل نوی حکومت په جدي ډول د بشر حقوق تر پښو لاندې کړي نو بيا به دوی ورسره پخپلو اړيکو باندې يو ځل بيا غور وکړي.

دغه برتانوي چارواکي زياته کړه چې طالبانو ته پکار ده چې د نورو سره ګډه يو حکومت جوړ کړي، ددوی هېواد بيا رغونې ته اړتيا لری، مالي مرستو ته اړتيا لري نړيوال رسميت ته اړتيا لري دا ټول هلته امکان لري چې دوی د نورو په ګډه کار وکړي او د ترور سره خپله فاصله مراعات کړي، ده زياته کړه چې که چېرې طالبان داسې ونکړي نو لکه د تېر څېر به بيا دوی تجريد او ددنيا څخه ګوښه شي.

طالبان وايي چې دوی د هېواد ۸۵ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري، مواصلاتي لارې یې پخپل واک کې دي، د هېواد مطلق اکثریت بندرونه او د نورو هېوادونو سره يې پولې دوی کنترول کوي، ددې ترڅنګ طالبانو د امريکا د دوحې تړون وکړ چې امريکايان به د افغانستان څخه وځي او د افغانستان په چارو کې به مداخله نکوي، ددې ټولو سره اوس په نړيواله کچه د مشروعیت د ترلاسه کولو هڅې کوي.

نړيوال د طالبانو د رسميت لپاره اوس يو څه مثبت نظر لري دا ددې لپاره چې په افغانستان کې روان ناورين پای ومومي، د بلې خوا بيا ډېری هېوادونه د طالبانو لپاره دا شرط ږدي چې بايد په افغانستان کې موجود پرمختګ له منځه يونسي، د ښځو د حقوقو درناوی وکړي او په افغانستان کې د نورو لوریو سره حکومت کې ګډ کار وکړي.

Comments are closed.

koi finance