The news is by your side.

یمین: د خلکو په وسیله د لارو ساتلو بریالۍ طرحه وړاندې کړه

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د ټولګو وزیر انجنیر نجیب الله یمین په خپله یو تازه مرکه کې ویلي چې دوی د د سړکونو د ساتنې او څارنې لپاره محلي خلک هم ګډوي په هغوی سړکونه ساتي او د کار زمینه به هم ورته برابروي

هغه وویل  چې تر دې وړاندې د سړکونو د ساتنې او څارنې په برخه هیڅ کار نه وو، شوی او نه هم کوم لګښت په دې برخه کې وو، خو اوس دوی د سړکونو د ساتنې او پاملرنې لپاره یوه برخه جوړه کړې او خلک يې په دنده ګمارلي دي چې سړکونه باید څنګه ورغول شي څنګه وساتل شي او څنګه باید وڅارل شي.

په عمومي ډول سره موږ یوه ملي پروسه پیل کوو، چې سړکونه باید په محلاتو او ولسوالیو وویل شي هغه خلک چې د سړکونو دواړو طرفونو ته پراته دي د دوی ظرفیت په پام کې  نیولو سره سړکونه ورته سپارو، موږ دوی ته ټرنینګ ورکو، وسایل ورکوو او دوی به په رښتیا سره د سړکونو ساتنه وکړي دا یو بریالۍ طرحه ده.

دا خلک به د محلي شورا له لوري ګمارل کیږي او د نویو سړکونو د جوړیدلو او په عمومي ډول سره د سړکونو په پروژو کې به ګډون کوي او څار به یې

یمین وویل چې لومړیتوب يې دپر منطقوي سړکونو دی چې   کار يې  هم  روان دز   طرحې يط  تر کار لاندي مثلا داسې راځي چې بدخشان څنګه له ننګرهار سره وصل کړو دا سړکونه د افغانستان په سوداګرۍ او اقتصاد کې مستقیم  رول لری له دې سره ترخوا چې له بدخشانه نورستان او بیا ننګرهار ته سړک راځي  پر دې طرحه باندې کار روان دی.

هغه په عمومي  ډول د منطقوي سړکونو په هکله د زیاتو ولایتونو د نښلولو خبره وکړه

ده د مرکې په ترڅ کې وویل چې د کابل کندهار لویه لاره هم رغول کیږي چې د سروې چارې يې  روانې دي او راتلوونکی کال به یې د رغولو چارې په عملي ډول سره پیل شي، له دې سره ترخوا د دویم سالنګ تخنیکي کار نهايي شوی او پروژه اعلانوو او قرار دادیانو ته يې ورکوو.

د دې سړکونو د رغونې لپاره د افغانستان خپله بودجه نړیوال بانګ اسیايي پرمختیايي بانګ اسلامي پرمختیايي بانګ سعودي سانډ ایټالیا هېواد اوجرمني هېوادونه لګښت ورکوي او لاهم هڅه روانه ده چې نور ډونران هم پیدا کړو.

نوموړي وویل چې د ټول افغانستان لارو ته ۸۵ تلې باید نصب شوې وای خو موږ اتلس تلې نصب کړې ترڅو د موټرونو وزن کشي وکړي خو له بده مرغه باید ووایم چې داتلې هم مافیايي کړیو ته په لاس ورغلې وې او دا دهغوی عایدو د یوې منبع په توګه کارول کیده، او همدارنګه امنیت او د خلکو د عامه پوهاوي کمبود هغه لاملونه دي چې په دې برخه کې يې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

ښاغلي یمن د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې  له مافیايي کړیو څخه مو تلې خلاصې او په یوه ورځ مو د تلو ټول هغه کارکوونکې چې په فساد کې ښکېل وو له دندې لیري کړل.

Comments are closed.