د القاعدې بلا ووژل شو، دا ډله لاهم افغانستان کې فعاله ده

خبریال ویب پاڼه/ داسې څرګندونې اوس هم کیږي چې د القاعده او طالبانو لاهم د پخوا په څير دوستي ده او دوی لاهم سره ملګري دي په دې هکله امریکا افغان دولت او ملګري  ملتونو په بار بار دا خبرې کړې  دي.

طالبانو او امریکا د دوحې تړون کې هوکړه وکړه چې دا ډله به له القاعده او نورو ټولو تروریستي شبکو سره خپلې اړیکې پرې کوي خو لاهم داسې ښکاري چې دوی له القاعده سره اړیکي لري او هغوی ورسره د جګړې ډګر کې جنګیږي او مرستې کوي.

له کونړه راپورونه وايي چې افغان ځواکونو عملیات کړي او  د نورو وسلوالو په ګډون يې د القاعدې بلا هم وژلې دا کس چې اصل کې پاکستانی او د القاعدې مهم غړی وو، نوم یې سیف الله او مشهور شوی په بلا وو.

تراوسه پوري په دې هکله څه نه دي ویل شوي.

پر طالبانو تورونه

د افغانستان د اوسني اندېښمنوونکې وضعیت د رامنځ ته کیدلو وروسته ملګري ملتونو امریکا اروپايي ټولنې او نورو ادعا وکړه چې طالبانو بدلون نه دی کړی او لاهم له القاعده سره اړیکي  لري خو طالبانو دا ادعا رد کړې وه.

اوس چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وزي نو نړیوال یو ځل بیا د القاعده شبکې د راپورته کیدلو او فعالیدلو ته زیاته اندېښنه لري او وایي چې د امریکا له بې غورۍ به القاعده یوځل بیا فعاله او ټولې نړۍ ته به خطرونه جوړکړي

پر امریکا انتقادونه

تیره ورځ د امریکا هغه ولسمشر چې افغانستان کې یې جګړه پیل کړې وه وویل چې په اوس وخت کې له افغانستان د سرتیرو وتل ناسمه کړنه ده او باید داسې نه وای شوي، د بایډن د سرتیرو وتلو پریکړې سره په کور دننه امریکا کې ډير لږ امریکایان همغږي دي خو نور وايي چې امریکا باید له افغانستانه نه وای وتلې خو لاهم ځینې نظاریات موجود دي چې باید امریکا دالقاعدې د بیا رامنځ ته کیدلو په خاطر یو کار وکړي، ترڅو په ر اتلوونکې کې افغانستان یو ځل بیا د ترهه ګرو په مرکز بدل نه شي او یو ځل بیا نړۍ ته ګواښ پیښ نه کړي تراوسه پوري په دوامداره ډول سره د افغانستان نا امنیو د خلکو زیاتي اندېښنې را پارولې

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro