The news is by your side.

مفتي شکور: طالبان په افغانستان کې د پاکستان دفاع کوي

خبریال ویب پاڼه/ د طالبانو او پاکستان د اړیکو په هکله تراوسه پوري له شک پرته کیسه روانه ده چې طالبان او پاکستان ځانګړې اړیکې لري او په روانه جګړه کې یوازي د پاکستان اړیکې پالل کیږي.

اوس تازه د پاکستان د پارلمان یوه غړي مفتي عبدالشکور په خپلو تازه څرګندونو کې طالبان د پاکستان مدافعان او ساتوونکې  بللي او د هغوی له لوري يې د وروستیو جګړو په هکله غبرګون ښودلی.

هغه ویلي په افغانستان کې د طالبانو واکمني د پاکستان په ګټه ده ځکه په افغانستان کې طالبان د پاکستان لپاره د حفاظتي دیوال حیثیت لري.

مفتي شکور د طالبانو اوسنۍ جګړې په هکله وویل چې  طالبان چې په افغانستان کې څه کوي د پاکستان دفاع لپاره يې کوي، او دا ښکاره خبره ده چې طالبان د پاکستان ښه ملګري دي.

طالبان او پاکستانی دولت

پاکستان وايي چې په خپل واک کې سیمو کې طالبانو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي د پاکستان تر واک لاندې ښارونو پیښور او کویټه کې په علني ډول یو شمېر کسانو د طالبانو شعارونه او بیرغونه لیږدول چې د دواړو پیښو پر تړاو یوازي پآکستان د څیړنو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې هکله به څیړنې کوي.

که  څه هم پاکستان د طالبانو په وړاندې د جدیت خبره کړې او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان لپاره خپلې پالیسۍ ته تغیر ورکوې خو د دې دوه مخې هېواد په کړنو او  عمل کې لوی جهان تفاوت ښکاري چې کوي یو څه او وايي بل څه تراوسه پوري دې هېواد هیڅ د ښیرازي قدم نه دی اخیستی.

که څه هم یو شمېر پاکستاني سیاستوال له افغانستان سره د پاکستان اوسنی سیاست نا سم ارزوي او وايي چې دا رنګه کړنې په خپله د پاکستان په تاوان دی خو تراوسه پوري  دوام ورکول شوی خو مالومه نه ده چې دوی کوم هدف لري.

په افغانستان کې وضعیت

ورځ تر بلې د دولت له ولکې څخه د ولسوالیو او سیمو وتل په ښارونو کې جګړې او همدارنګه نا امني د خلکو اندېښنې پر راتلوونکې بې باوري رامنځ ته کړې او خلک خورا په ویره او ترس کې ژوند کوي هغوی اوس پر  هیڅ هم باور نلري

Comments are closed.

koi finance