The news is by your side.

عمرانخان کرزي ته زنګ وهلی د سولې په هکله مهم کنفرانس جوړیږي

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان اعلان کړی چې د افغانستان په هکله مهم ځانګړی کنفرانس جوړوي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سیاسونو ته یې د ګډون بله پکښې ورکړې ده.

دا اعلان د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وکړ هغه ویلي د افغاستان د ثبات او امن لپاره د پاکستان هڅې روانې لومړي وزیر عمرانخان له حامد کرزي سره پر ټلیفون خبر وکړې پاکستان د افغانستان په مسله کې د یوه ځانګړي کنفرانس کوربه توب کوي خو د کنفران د متحوا په هکله يې څه نه دي ویلي.

تر اوسه پوري پاکستان یوازي د کرزي نوم ښکاره کړی چې دوی په دې کنفرانس ورته د ګډون بلنه ورکړی  هغوی ویلي د پخواني ولسمشر ترڅنګ يې نورو سیاسونو ته هم په دې کنفرانس کې دګډون بلنه ورکړې او  هیله یې څرګنده کړې چې د دې کنفرانس له لارې د افغانستان مسلې ته نوې لاره و موندل شي.

پاکستان په دې سره کوښښ کوي چې هم جګړه او هم خبرې په خپل تحفظ کې وساتي چې په هر یوه کې ګټه زیاته وه هغه ترې انتخاب کړي خو اوس به داسې نه کیږي.

پاکستان ته ویل شوي چې یو انتخاب وکړه

پاکستان د سولې پر پروسه له یوه لوري د هند اغېزې اندېښمن کړی او له بله پلوه ورسره امریکا د پخوا په څیر چلند نه کوي د دې هېواد په وړاندي ورځ تر بلې ښايي د طالبانو چلند هم بدل شي ځکه هغوی اوس له نورې نړۍ سره اړیکې پیدا کړې او دا ډله کرار کرار د مدنیت لورته ته روانه ده او غواړي چې په نړیوالو ځان سوله ییز وپیژني.

له دې څخه څرګندیږي چې طالبان اوس د پآکستان ترڅنګ له نورو هېوادونو لکه ترکیه او نور پرې تکیه کوي او غواړي ورسره اړیکي ولري.

مهمه خبره داده چې پاکستان د افغانستان په مسله کې ځان د امتیاز څښتن ګڼي خو دا کنفرانس د دې ښکارندويي کوي چې دوی ویره لري د سولې موقع او مالکیت يې له لاسه وزي، که چیري طالبان بیاهم حکومت ته راځي واک تر لاسه کوي نو د پاکستان په وړاندې به د نویمې لسیزې طالبان نه وي ځکه دوی دسولې پروسه کې له ټولو لورو ان تر امریکا پوري اړیکې بسته کړې دي

Comments are closed.