The news is by your side.

نادري د اوربند مهم پرمختګ اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د مذاکراتي ټيم وياند نادر نادري وايي چې د طالبانو له لوري ورسره د اوربند يوه دری مياشتينۍ طرحه شريکه شوې ده.

دغه افغان چارواکی په داسې حال کې د طالبانو له لوري د اوربند د طرحې خبره کوي چې د طالبانو وياند تېره ورځ د رسنیو سره په خبرو کې وويل چې دوی دا طرحه ډېره وړاندې يانې ډېر مخکې د افغان حکومت سره شريکه کړې وه خو افغان حکومت ورباندې غوږ نه و ګرولی.

په مسکو کې د طالبانو د سياسي دفتر يوه غړي شهاب الدين دلاور رسنيو ته په خبرو کې وويل چې دوی د افغانستان د ملي پخلاينې د عالي شورا مشرا ډاکټر عبدالله عبدالله ته د اوربند يوه دری مياشتينۍ طرحه د خليلزاد په لاس لېږلی وه، خو کله چې ډاکټر عبدالله مسکو ته راغی او دوی ورڅخه وپوښتل چې طرحه تر تاسې در ورسیده که نه، نو ډاکټر عبدالله عبدالله په ځواب کې ورته وويل چې هو طرحه مو را رسېدلې ده خو ما تراوسه پورې نه ده کتلې.

نادر نادري ويلي دي چې طالبان د دری مياشتيني اوربند لپاره شرط لري چې بايد ددوی پاتې اوه زره بندیان آزاد شي، تر دې وړاندې طالبانو د اوه زره بندیانو ترڅنګ د خپلو مشرانو نومونه د تور لېست څخه لرې کول غوښتلي و خو دا ځل نادري څه ونه ويل چې ايا طالبان پخپله دوهمه غوښتنه هم ټينګار کوي او که نه.

د بل لوري بيا د طالبانو د سياسي دفتر يوه وياند رسنيو ته وويل چې په کابل د بريد پلان نلري او نه غواړي په کابل کې د زور له لارې واکمن شي.

خو د سياسي چارو کارپوهان وائی چې طالبان په خوله دا خبرې کوي خو په واقعیت کې لګيا دي د هېواد ولسوالۍ نیسي او ښارونو ته ځان نېږدې کوي.

کارپوهان وايي چې د اوربند په هکله بايد د هر اقدام هرکلی وشي او د اوربند د فرصت څخه په استفادې سره ګټو مذاکرات ترسره شي ترڅو دواړه لوري يوه دايمي اوربند او تړون ته لاره پیدا کړي .

Comments are closed.