د امرالله صالح او وکيل نایب زاده د جنجال اصلي سبب افشا شو
خبريال وېبپاڼه: د امرالله صالح او نايب زاده ترمنځ د جنجال اصلي سبب بربنډ شو، په ولسي جرګه کې د فراه خلکو استازي ستار حسيني د امرالله صالح او نايب زاده د بادغيس د خلکو د استازي ترمنځ د جنجال د اصلي سبب څخه پرده پورته کړه.
حسیني چې په ولسي جرګه کې یې خبرې کولې وويل چې د ولسمشر د لومړي مرستيال کسانو د بادغیس د خلکو د وکيل نایب زاده کور د يوې اونۍ راهيسې کلابند کړی دی، په کور باندې یې برق او اوبه بندې دي او نايب زاده د خپلې کورنۍ، ماشومانو او خپلې ناروغې مېرمنې سره قيد دی.
حسیني پخپلو خبرو کې وويل چې د نايب زاده او صالح ترمنځ د جنجال اصلي علت په پېژندپاڼو کې د پښتون نوم ليکل دي، د حسيني په خبره چې نايب زاده د يوه کس سره د نفوس د احصايې مرکز ته تللی و او مسولينو ته يې ويلي و چې د ياد کس قوم پښتون دی خو تاسې پکې تاجک ليکلي دي.
دا یوازنی کس ندی بلکې تر شل زرو کورنیو پورې همداسې شوي دي، چې په قوم پښتانه اچکزي دي خو په پېژندپاڼه کې ورته تاجک ليکل شوي دي، نايب زاده وکيل حسيني ته ويلي دي چې صرف په دې خبره چې د هغه کس سره ولاړ امرالله صالح ورته ګواښونه پیل کړل.
نايب زاده وايي چې که یې جرم کړی وي نو دی پخپله تيار دی چې څارنوالۍ ته ولاړ شي او څه ګناه یې چې وي د عدلي قوانینو په رڼا کې وڅېړل شي.
مګر د ولسمشر لومړي مرستيال په غيرې قانوني ډول د نومړي کور محاصره کړی دی، ددې په ځای چې صرف نايب زاده ونيسي او که په ريښتيا یې د طالبانو سره همکاري کړي ورباندې ثابته کړي او پرېږدي چې عدلي ارګانونه يې قضيه وڅېړي، اوس دده کورنۍ محاصره ده، نايب زاده د پوليسو سره مقاومت هم ندی کړی.
د چارو څارونکي وايي چې حکومت بايد د قانون درناوی وکړي او د صحرايي محکمو او بدمعاشونو غوندې کارونه ترسره نکړي، ددې ترڅنګ هغه څه چې نايب زاده وايي بايد امرالله صالح یې سپیناوی وکړي.
Comments are closed.