طالبان وايي غواړي د اردوغان سره وګوري
خبريال وېبپاڼه؛ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ترکیې د مشهورې ورځپاڼې استقلال سره تازه مرکه کړې ده.
ذبیح الله مجاهد په دغه مرکه کې د ترکیې او طالبانو د اړيکو په هکله مهمې څرګندونې کړې دي، مجاهد د ترکیې له لوري د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په مسله کې هم غوڅ دریځ اعلان کړی دی.
ذبیح الله مجاهد پدې مرکه کې ويلي دي چې غواړي د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره پخپله وګوري او د افغانستان د حالت په هکله دقیق مالومات ورکړي او د حقايقو څخه یې خبر کړي، مجاهد زياته کړې چې د ترکيې ولسمشر د نړۍ د مسلمانانو لپاره د قدر وړ مشر دی او دوی ورسره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.
مجاهد وړاندې په دې مرکه کې وايي چې نه غواړو ترکیه د ناټو د هېوادنو تر نوم لاندې په افغانستان کې پاتې شي بلکې که اړتيا سوه نود افغانانو يو واقعي استازي حکومت به دا واک ولري چې د ترکیې سره هرډول معاهده لاسلیک کړي.
د طالبانو وياند پخپله مرکه کې د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په هکله ويلي دي چې د ترکیې د استازو سره يې څو ځله غونډې درلودې او ترک لوري ورسره ژمنه کړې وه چې بدون له دې چې د طالبانو توافق حاصل کړي د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په هکله به خپل دريځ یو طرفه نه اعلانوي، مجاهد زياتوي چې له بده مرغه ترک لوري پخپله ژمنه وفا ونکړه او يو طرفه یې اعلان وکړ.
د بل لوری بيا تازه نن ورځ د ترکیې حکومت وويل چې د امريکا سره يې تراوسه د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په هکله کوم توافق ندی کړی او دا مسله نده نهايي شوې.
طالب وياند په دې مرکه کې ټينګار کړی دی چې په افغانستان کې به هېڅ هېواد هېڅ پوځي عسکر د هېڅ نوم لاندې ونه زغمي او په وړاندې به يې جدي اقدامات ترسره کړي.
Comments are closed.