The news is by your side.

پاکستان د طالبانو په ملاتړ خبرداری ورکړ د سپین بولدک د نیولو هڅه دي نه کیږي

خبریال ویب پاڼه/ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تازه پر خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلي چې د پاکستان هوايي ځواک د طالبانو په ملاتړ د بمبار او له دې ولسوالۍ څخه د طالبانو د نه شړلو رسمي خبرداری ورکړی.

صالح د خپلو خبرو په دوام ویلي چې  او پر خپله فېس بوک پاڼه باندې يې لیکلې چې د پاکستان هوايي ځواک او پوځ په رسمي دول افغان حکومت ته خبرداری ورکړی چې د سپین بولدک ولسوالۍ او بندر د نیولو په صورت کې به د دوی له غبرګون سره مخ شي.

هغه ویلي له دي څخه ښکاري چې یعني اوس د پاکستان پوځ او هوايي ځواک د طالبانو لپاره لاس په کار شوی، له دې څخه بل کوم لوی ثبوت شته چې دا جګړه د طالب له لوري نه بلکې د طالب په واسطه ده.

صالح ایله اوس خبر شو

د افغان حکومت په دننه هسته کې د نظامي برخې ګوډ نیم ماتې ګمارنې او د دې سکتور کمزوري د دې لامل شوې چې له ټولو بدلونونو او جګړه ییز حالت څخه لوړ حکومتي چارواکي نا خبره وساتي صالح باید خبر شوی وای چې پاکستان تل په افغانستان د جګړې پلوی کړی او په دې برخه يې له تیرو څلویښتو کلونو را په دېخوا هڅې پیل کړې دي.

پاکستان په پټه په ټوله زور او قوت سره د افغانستان په هره جګړه کې خپل رول ادا کړی او پر یو شمېر مهمو جګړو کې يې ان خپل پوځيان په د طالبانو په جامو کې را لیږلي او دلته يې په جګړو کې برخه اخیستې.

کله چې دلته لويي جګړې پای ته ورسیږي نو ورسره سمدلاسه په پاکستان کې هم د دوی د  سرتیرو د هلاکیدلو لړۍ پیل شي ځینې  سرچینې خو بیخي دا وايي چې د افغانستان په هره جګړه کې لسګونه پاکستاني عسکر وژل کیږي او هلته پاکستان کې يې بیا په یوه او بل نوم سره ښخو، پاکستان په دې وروستیو کې ډيره هڅه پیل کړې ترڅوخبرې جګړه او طالبان ټول په خپله ګټه تمام کړي خو امرالله صالح ویلي چې دوی او خلک ګټوونکې دي اوس به وګورو چې د افغانستان دولت د پاکستان دې عکس العمل ته مړي سترګې ګوري او که کوم څه به وکړي؟

Comments are closed.