The news is by your side.

اردوغان ته نېږدې کس؛ افغانستان تجزيه کوو

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د کابل د هوايي ډګر د ساتنې لپاره د ترکيې، امریکا او طالبانو خبرې روانې دي په ترکيه کې دننه د ملت پالو او دين پالو ترکانو ترمنځ د افغانستان د تجزيې او يوه ترک دولت د جوړلو بحثونه په فاناتيک ډول زيات شوي دي.

تازه ابراهيم کاره ګل چې د ترکیې ولسمشر ته نېږدې کس دی او د حکومت د ترټولو قوي رسنيز مرکز يني شفاق ورځپاڼې عمومي ريس و د پوښتنې په بڼه ويلي چې په افغانستان کې د جنوبي ترکستان دولت جوړوي.

کاره ګل پخپل رسمي ټويټر کې ليکلي دي چې تر لیبیا، سوریې، کاردا وروسته ترکیه په افغانستان کې عمليات کوي؟ وروسته ليکي چې د جنوبي ترکستان دولت جوړېږي.

ابراهيم یوازنی لوړ پوړی او اردوغان ته نېږدې کس ندی چې د افغانستان د تجزيې خبره په ښکاره کوي، د ملت پال ګوند نیږدې مشران او کسان د اردوغان نېږدې کسان او پلويان چې ځان مسلمان پال او ترک پال معرفي کوي په ښکاره د همدې لپاره تبليغات کوي.

ان ډېری اکاډميکې څېرې په يوې ډېر ارزانه او دروغ پروپاګند اخته دي او دا تبليغات کوي چې د افغانستان شمال ټول ددوستم په لاس کې دی، د دوستم پوځونه د هر ډول بريد لپاره تيار دي ټولې نقشې رسم شوې دي بس يوازې ددوستم امر پکار دی.

ترکان په داسې حال کې د افغانستان د تجزيې لپاره تبليغات کوي چې افغان چارواکو پرون ددې هېواد د کودتا په ياد کې ددې هېواد په سفارت کې جوړه کړې غونډه کې ګډون وکړ او د ترکیې د حکومت پوره ملاتړ یې وکړ.

افغان حکومت او افغانان تل ترکيه د يو دوست ورور هېواد په توګه پیژني، د يوه لوري ترکیه داسې يو هېواد دی چې خلک يې مسلمانان دي د بل لوري ښه اقتصادي سفر لري چې د اسلامي هېوادونو لپاره يوه نمونه کېږي، مګر ددې هېواد د لوړ پوړو چارواکو له لوري دا ډول څرګندونې هغه څه دي چې د ترکیې په اړوند د افغانانو سوچ بدلوي.

افغان حکومت د تل په شان د هرې بهرنۍ مسلې په وخت لاس په نامه ولاړ وي، د هېواد په هکله د چا د څرګندونو او ناسمو خبرو ځواب نلري او صرف په خوله د پاکستان خلاف داسې رشخند څرګندونې کوي چې هیڅوک ورباندې باور نکوي، طالبانو بيا د ترکيې هېواد ته ويلي دي چې دوی ته دې د سوریې د مخالفانو د يوې ډلې په شان فکر نکوي بدون ددوی له توافق د افغانستان په هکله يو طرفه پرېکړه کول به ونه زغمي او د ترکیې په وړاندې نظامي اقدام وکړي.

Comments are closed.