The news is by your side.

دریمه نړیواله جګړه رامنځ ته کیږي؟ روسیه جرمن امریکا د یو بل مقابل کې

خبریال ویب پاڼه/ تازه د امریکا او روسیې ترمنځ ناندرۍ پيل شوې او د دې هېوادونو چارواکي یو پر بل لفظي ګذارونه کوي پرهمدې مهال داسې ښکاري المان او امریکا بیا د روسیې مقابل کې له دریږي.

د المان لومړۍ وزیرې انګلامېرکل امریکا ته تللې او هلته یې د دې هېوادولسمشر جو بايډن سره لیدلي چې پرمهال يې جو بایډن د روسیې په هکله تازه څرګندونې کړې دي.

دې دواړو مشرانو وویل چې د روسیې د تیري مقابل کې په ګډه مبارزه کوي او دریږي به، د امریکا ولسمشر  جو بايډن د روسیې د ګازي نللیکې په هکله هم د جرمن لومړۍ وزیرې ته خپله اندېښنه ویلې ده او دايې هم ډاډ ترلاسه کړی دی چې روسیه انرژي د وسلې په توګه نه شي کارولی.

د امریکا ولسمشر بايډن له موقع څخه په استفاه زیاته کړې چې د سټریم ۲ په نوم نللیکې چې ۱۱ میلیارده ډالر لګښټ پرې راځي د نظر اختلاف لري په دې پروژه کې له روسیې  څخه جرمني ته ګاز لیږدول کیږي.

اکراین چې یو شمېر مشران يې اوس تازه د امریکا ملګري شوي دا هېواد اندېښنه لري چې روسیه به د نللیکې پروسه د او کراین او نورو ګاونډیانو باندې د فشار اچولو په توګه وکاروي، خو روسیې تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې

د نازي المان او روسیې جګړه

دویمه نړیواله جګړه چې په ۱۹۳۹ زیږدیز کې رامنځ ته شوه میلیونونه کسان يې ووژل که څه هم د جرمني او روسیې ترمنځ اړیکې هومره نه دي خرابي لکه دا څرګندونې چې شوې خو امریکا کوښښ کوي چې پخوانی دښمن جرمن د روسیې مقابل کې چې پخوانی سرسخته د ښمني يې منځ کې پاتي ده خپل متحد جوړ کړي چې تر یوه حده يې خپل کړی دی.

اوس هم په سیمه ییزه کچه د دې لویو قدرتونو ترمنځ سیالۍ روانې دي اقتصادي کشمکشونه او دې ته ورته جنجالونه یې د افشاګرۍ یوه برخه ده او له دې څخه ورها خوا دوی په پټه ډیر سرونه سره وهي خو امریکا په ظاهري ډګر کې تر ټولو رقیبانو مخ ته ده تر اوسه پوري چې بايدن واک ته رسیدلی روسیې او امریکا ښې اړیکې نه دي لرلې.

Comments are closed.