The news is by your side.

نبیل د صالح د ادعا پر رښتیا او درواغو ږغیدلی

خبریال ویب پاڼه/ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال تیر شپه پر خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلي وو، ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تازه پر خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلي چې د پاکستان هوايي ځواک د طالبانو په ملاتړ د بمبار او له دې ولسوالۍ څخه د طالبانو د نه شړلو رسمي خبرداری ورکړی.

صالح د خپلو خبرو په دوام ویلي چې  او پر خپله فېس بوک پاڼه باندې يې لیکلې چې د پاکستان هوايي ځواک او پوځ په رسمي دول افغان حکومت ته خبرداری ورکړی چې د سپین بولدک ولسوالۍ او بندر د نیولو په صورت کې به د دوی له غبرګون سره مخ شي.

هغه ویلي له دي څخه ښکاري چې یعني اوس د پاکستان پوځ او هوايي ځواک د طالبانو لپاره لاس په کار شوی، له دې څخه بل کوم لوی ثبوت شته چې دا جګړه د طالب له لوري نه بلکې د طالب په واسطه ده.

اوس تازه د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د صالح پر دې خبرو انتقاد کړی او ویلي یې دي که چیري رښتیا هم پاکستان داسې څرګندونې کړې وي نو بیا دي دولت په دې هکله رسمی اعلامیه خپره کړې، لویه جرګه دي را وغوړي او په دې هکله باید ملي پریکړه وشي.

هغه د خپلو خبرو په دوام که دغه ډول اقدام ونه شي نو دا یوازي یو شعار او فېسبوکي کمپاین دی چې امرالله صالح يې د ځان لپاره کوي.

رحمت الله نبیل دا هم ویلي چې پاکستان له تیرو شلو کلونو را په دې خو په افغانستان کې د جګړو ملاتړ کوي او د ترهه ګرو لپاره یې خوندي پټن ځایونه ورکړي او ملاتړ يې کوي.

تراوسه پوري افغان دولت په رسمي ډول سره د پاکستان له لوري د هوايي ګواښونو په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امرالله صالح ادعاوي رد کړې دي.

دولت حتمي خبره وه چې په رسمي ډول سره يې نړیوالو ته د دې موضوع په هکله په ښکاره ډول سره ویلي وای او له دې سره ترخوا دا هیله هم وله چې ان افغان ولسمشر په دې هکله کوم غبرګون وښيي خو تراوسه دولت څه نه دي ویلي

Comments are closed.

koi finance