طالبانو د هند په هکله خپله نهايي پرېکړه اعلان کړه

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو وياند سهيل شاهين د عرب نيوز سره پخپله مرکه کې ددغه ډلې او هند ترمنځ په اړيکو خبرې کړې دي.

سهيل شاهين په دې مرکه کې د پاکستان او هند په هکله ويلي دي چې دا ددوی خپل منځي مسلې دي چې ورباندې اختلاف لري موږ به پرېنږدو چې افغانستان د هند او پاکستان د رقابت په ډګر بدل شي.

شاهين په دې هکله وايي چې افغانستان د ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري، دده په خبره کله چې په افغانستان کې نوی اسلامي حکومت رامنځته شي نو موږ به اړ و چې د هېواد د بيا رغونې لپاره لپاره د ټولو هېوادونو سره ګډ کار وکړو، موږ ددوي همکارۍ ته اړتيا لرو.

نوموړي د پاکستان د طالبانو د تحريک په هکله وپوښتل شو چې ايا طالبان به د پاکستان د طالبانو د تحریک ملاتړ وکړي او يا به په افغانستان کې ځای ورکړي، شاهين په ځواب کې وويل چې د تحريک طالبان پاکستان په شمول هېڅ يوې ډلې ته به موږ اجازه ورنکړو چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضد وکاروي او همدا ډول حساسیت د نورو هېوادونو څخه تمه لرو.

سهيل شاهين يو ځل بيا خپله تکرار کړه او ويې ويل چې ددوی سره د افغانستان پینځه اتیا سلنه تر واک لاندې ده او دوی اړتيا لري چې په دې سيمو کې د خدماتو د ښه کیدو او دوام لپاره ورسره نړيواله همکاري وشي، تر سهيل شاهين وړاندې په دې هکله د طالبانو د سياسي دفتر کړي شهاب الدين دلاور هم په مسکو کې ويلي و چې نړيواله دې د هغه سيمو سره چې ددوی تر کنټرول لاندې د خدماتو او بيا رغونې لپاره ورسره مالي مرسته وکړي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې اوس تر ډېره طالبان په دې پوه شوي دي چې بدون له نړيوالو ملګرو نشي کولای په افغانستان کې ثابت واک ترلاسه کړي، له همدې کبله اوس د سيمې او نړۍ د هېوادونو سره اړيکو ته ارزښت ورکوي.

پوهان وايي د بل لوري د سيمې هېوادونه د امريکايانو څخه وېره لري چې هسې نه ورته کومه شيطاني دسيسه ولري له همدې کبله د طالبانو سره اړيکې پالي او په ځينو مسايلو کې په طالبانو حساب کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro