حکومت بايد د پاکستاني سفير لیدنې د سياسیونو سره بندې کړي
خبريال وېبپاڼه:حکومت بايد د پاکستاني سفير لیدنې د سياسیونو سره بندې کړي، دا چې په افغانستان کې يو قوي مرکزي حکومت شتون نلري نو هېواد د هر لوري څخه په اسانۍ په نښه کېږي.
په دې وروستيو کې چې د افغان سياسیونو سره د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو او استازو لیدنې زياتې شوې دي د خلکو نا رضايتي او نیوکې هم ورسره پیدا شوې دي.
که څه هم په هېواد کې د سياسیونو سره د بېلابېلو هېوادونو چارواکي ليدنې کوي خو په دې هېوادونو کې د پاکستان سفير بيا تر نورو ډېر مخکې دی.
د پاکستان سفير د افغانستان د بېلابېلو سياسیونو سره په ځانګړې ډول د هغو سره چې د ډيورنډ فرضي کرښه خرڅول غواړي زیاتې ليدنې کوي، د مثال په ډول لطيف پدرام چې د افغانستان د هويت د افغان د هويت څخه منکر دی ډېر کله د پاکستان د سفير کوربه وي او په جار وايی چې ډيورنډ فرضي کرښه دوی مني او بايد افغان حکومت یې همومني.
په نورو هېوادونو کې دا چاره تقريباً په نشت برابره ده، مګر په افغانستان کې بيا هومره عامه شوې ده چې عادي کار ښکاري، حال دا چې دا ډول ملاقاتونه هېڅ ډول مشروع موخې نلري.
د پاکستان حکومتي چارواکي که د افغانستان په هکله کومې خبرې کول غواړي نو په پاکستان کې افغان سفير شتون لري په کابل کې د افغانستان د حکومت سياسي او نورو مشران شتون لري دوی کولی شي د بهرنیو چارو د وزرات د وزير سره وګوري.
د مثال په ډول په ترکیه کې چې دوه ځل د مخالف سياسي ګوند مشر د امريکا د سفير سره وکتل د حکومت د مشرانو له لوري هم ورباندې سختې نیوکې وشوې او د خلکو د يوې لويې برخې له لوري وطن ته په خيانت تورن شو.
په دا ډول حساسو شرايطو کې پکار ده چې افغان حکومت په دې مسله باندې سوچ وکړي او د هېواد په حق کې ترټولو ښه فيصله وکړي او دننه غدارو کړيو ته دښمن ته د خدمت چانس ورنکړي.
Comments are closed.