The news is by your side.

خليلزاد د اوربند اړوند افغانانو ته مهم خبر ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د افغان سولې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د يوه غربۍ ورځپاڼې سره پخپله مرکه کې د اوربند لپاره د نويو هڅو خبر ورکړی دی.

زلمي خليلزاد ويلي دي چې په دوحه کې به پوره هڅه وکړي چې لومړی طالبان په اختر کې اوربند اعلان کړي او وروسته بيا دا اوربند د اورکم په شکل د لا زیات وخت لپاره پاتې شي.

خليلزاد پخپله دې‌‌ تازه مرکه کې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په هکله ويلي دي چې دی په حقیقت کې دې پرمختګ حيران کړی دی چې څنګه طالبان په دومره لنډ وخت کې دومره په مخ ولاړل خو‌ د بل لوري بيا خليلزاد وايي چې که چېرې طالبان اوسنۍ لارې ته دوام ورکړي او د زور له لارې حکومت ونيسي نو د امريکا متحده ايالات به يې په رسميت ونه پېژني.

د سياسي چارو کارپوهان وائی چې د خليلزاد اوسنی ګواښ به د طا لبانو په کړنو کې توپير رانه ولي، د پوهانو په خبره چې که خليلزاد څه کول نو بايد مخکې له هغه يې کړي وي چې د طالبانو سره توافقنامه لاسليک کړي اوس هرڅه صرف تر خبرو پورې پاتې دي او دا خبرې نور طالبانو ته په حقيقت کې کوم ارزښت نلري.

خليلزاد ته له دې کبله د نیوکې ګوته نیول کېږي چې د طالبانو سره يې خبرې په یوه طرفه ډول په مخ یوړې او د افغانستان د حکومت رضایت يې پکې وانخيست، لکه څنګه چې په دې هکله باندې ولسمشر غني خپل سخت خفګان بيان کړ.

ولسمشر غني په یوه مرکه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې د دوحې د تړون کومه ماده ورته ډېره دردناکه وه وويل چې د حکومت په خوښه نه بلکې د طالبانو په خوښه د امریکايي ځواکونو وتل، شنونکي وايي چې د طالبانو سره د امريکا يو طرفه توافق هغوي ته ګ جګړه کې ډېر زيات مورال ورکړ.

Comments are closed.